1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کرونا د مريضانو شمير تر ۲۰ ميليونو واوښت

۱۳۹۹ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

په تیرو شپږو اوونيو کې د کرونا د تائيد شويو مثبتو پېښو شمير دوه چنده شوی. امريکايي څيړونکي په دې آند دي چې اصلي شمير تر دې ډېر لوړ دی. دا دوه علتونه لري.

https://p.dw.com/p/3gmyQ
Deutschland Coronavirus Schulstart
انځور: picture-alliance/dpa/R. Michael

د کرونا د پېښو د تائيدولو له پاره بايد خلک د کرونا ټيست وکړي خو د دغه آزموينې وړتيا محدوده ده. په دې توگه ډيری مثبتې پېښې نه راجستر کيږي او پټې پاتې دي. همدا راز دا پر هغو ککړو شويو کسانو هم صدق کوي چې علايم نه ښيي. دا کسان هم په نظر کې نه دي نيول شوي.

د امريکا متحده ايالاتو په بالتيمور کې د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په حواله په ټوله نړۍ کې د کرونا د دې شلو ميليونو ککړو شويو څخه یې نيمايي په دريو هېوادونو کې ثبت شوي دي. امريکا د پنځو ميليونو مثبتو پېښو سره لومړی مقام، برازيل د دريو ميليونو سره دويم او هند د کابو دوو ميليونو مريضانو سره دريم مقام لري. خو په روسيه، جنوبي افريقا، مکسيکو او د جنوبي امريکا په يو شمیر نورو هېوادونو کې د کرونا وبا په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې ده

 په آلمان کي هره ورځ ۱۰۰۰ تنه په کرونا اخته کیږي.

آلمان تر اوسه په مقايسوي توگه ښه دی. دلته د روبرت کوخ انستيتويت د معلوماتو په حواله تر اوسه ۲۱۷ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له دوی څخه یې [د اگست تر ۱۱ نیټې پورې] ۹۲۰۱ کسان مړه شوي دي.

د مړينې کچه ټيټه شوې ده

د جانز هاپکنز پوهنتون په حواله تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۷۳۰ زرو زيات کسان په کرونا تر ککړيدو وروسته مړه شوي دي. په دې وروستيو کې په دې مرض د مړينې شميره پر نورو سربیره د تداوۍ د ښو ميتودونو له وجې کمه شوې ده.

د سارس کوويد – ۲ عامل د کوويد -۱۹ په نامه د سږو ناروغي رامنځته کولی شي چې تيره بيا د زړو او هغو خلکو له پاره چې د بدن د مدافع ځواک یې کمزوری وي، ډيره خطرناکه ثابتيدلی شي.

bs/nz (dpa, ape)

زموږ له آرشيف څخه: