1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د کرونا پر وخت ولي د پلاستیکي جراحي عملیات ډیر سوي؟

۱۳۹۹ دی ۲۴, چهارشنبه

د کرونا بحران پر وخت ډیر نور کاروبارونه خراب سوي او یا په ټپه دریدلي دي، خو په جرمني کي د پلاستیکي جراحي عملیات بې حده ډیر سوي دي. دا له ماسکونو سره هم اړه لري، خو څنګه؟

https://p.dw.com/p/3nrP8
Schönheitschirurgie - Lidkorrektur
انځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach

په فرانکفورت کي د پلاستیکي جراحي عملیاتو یو ډاکتر، پروفیسر ډېنس فوم هایمبورګ د ورځي په عادي ډول سره دوه د سترګو پر شاوخوا، یو د لاس او یو هم د زني د ښکلا عملیات کوي. هغه له ۲۸ کلونو راهیسي دغه کار کوي او له کاله تقریباً ۱۰۰۰ عملیاتونه کوي.

که څه هم ډاکتر فوم هایمبورګ د کرونا پر وخت په علاقه سره عملیاتو نه کوي، خو وايي چي پر همدغه وخت بیا د پلاستیکي جراحي عملیاتو تقاضا ډیره سوې ده. خصوصأ هغه کسان چي په کارونو مشغول دي او اوس یا بې کاره او یا د کورونو څخه کار کوي، د ده کلینیک ته مراجعه کوي.

د هغه په خبره، پخوا به هغوی د عملیاتو له پاره یو ټاکلی وخت غوښت، ځکه په کارونو باندي اخته ول او ډیر وخت یې نه درلود. او کله چي به دغه وخت ورته مساعد نه سو، نو بیا به یې ویل چي ځه بیا به پر کال راسم. خو اوس د هغوی وخت ډیر سوی دی او د عملیاتو په خاطر هر وخت راتلای سي.

د دې برعکس بیا هغه کسان چي عمرونه یې تر ۶۵ کلنۍ لوړ دي، د کرونا ویروس له بیري ډیر عملیاتونه نه کوي او معاینه خانې ته چنداني مراجعه نه کوي.

خلګ سیاحت ته د تګ اجازه نه لري او پیسې ورپاته دي

ډاکتر فوم هایمبورګ وايي چي اکثره هغه کسان چي کارونه لري، وايي چي غواړي د کرونا قیوداتو څخه استفاده وکړي او پلاستیکي جراحي عملیات وکړي، تر څو تر قیوداتو وروسته په اصطلاح تر او تازه کارونو ته ولاړ سي. هغوی وايي: «سیاحت نه سی کولای او پیسې یې نه مصرفیږي، د سپورټ کلپونه او د ساعت تیري نور امکانات هم نه سته، نو باید ددغي موقع څخه استفاده وکړي او د ښکلا عملیاتونه تر سره کړي.»

پلاستیکي جراحي عملیات ورځ په ورځ ډیریږي

حتی په ۲۰۱۹م کال کي لا په ټوله جرمني کي پلاستیکي جراحي عملیات ۸ فیصده ډیر سوي ول او ۸۳۰۰۰ ته رسیدلي وه. که له هغو سره د سینو او پزي د ښکلا عملیاتو هم محاسبه سي، نو تر ۱۰۰۰۰۰ هم اوړي.

هغه څه چي د کرونا وبا سره مستقیماً ارتباط لري، هغه دادي چي اکثره کسان د کورونو څخه کار کوي، ډیره ډوډۍ خوري او لږ حرکتونه کوي، نو اکثراً چاغیږي. ځکه نو بیا د بدن څخه د غوړ د لیري کولو عملیاتونه هم سرته رسوي.

د دغه ډول عملیاتو له پاره باید هغوی د خپل جیب څخه پیسې ورکړي، ځکه چي صحي بیمې یوازي د مریضۍ پر وخت د یوه کس طبي مصارف ورکوي.

د پلاستیکي عملیاتو د ډیریدو بل دلیل ماسکونه دي

ډاکتر فوم هایمبورګ اضافه کوي، څنګه چي د کرونا پر وخت اکثره د مخ نور ځایونه پټ وي او سترګي یې ډیري معلومیږي او یا هم د کورونو څخه د کنفرانس پر وخت یې خپلو ځانو ته ډیر پام کیږي، نو هغوی کوښښ کوي چي د سترګو شاوخوا یې ښه معلومه سي او ځکه نو دغه ډول عملیاتونه  ډیر سوي دي.