1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرويشيا او سلوا نيې د خپلواکۍ شلمه کاليزه

۱۳۹۰ تیر ۴, شنبه

سلووانيې او کرويشيا د 1991م مېلادي کال د جون په 25 مه نېټه خپلي خپلواکۍ اعلان کړې. د دغه اعلان وروسته سوسيالستي يوگوسلاويه ماته سوه چي ورپسې جگړې يې هم مخه ونه نيولای سول.

https://p.dw.com/p/11jS5
د پخوانۍ يوگوسلاويې نقشه
د پخوانۍ يوگوسلاويې نقشهانځور: Dw

د کرويشيا د خپلواکۍ اعلان په ناڅاپه توگه نه سو تر سره بلکه په اونيو تر مخه تر سره سوې ټولپوښتنه کي لا دغه خبره څرگنده سوې وه چي د کرويشيا 94 فيصده اوسېدونکي د يوگوسلاويې څخه جلا کېدل غواړي. د سلووانيې خلکو هم په ټينگه سره اراده کړې وه چي د سوسيالستي يوگوسلاويې سره خپلي لاري جلا کړي. د يوگوسلاويې په دواړو نوموړو برخو کي د 1990م مېلادي کال د دسامبر په مياشته ټولپوښتني تر سره سوې چي د پايلو د څرگندېدو وروسته يې خلک ډېر خوشاله ول.

د دغو سيمو زياترو خلکو دا فکر نه کوی چي د خپلواکۍ د اعلان وروسته به جگړه لا توده سي.د زغرب سره تړاو درلودونکی سياستپوه او ژورنالست سورديان دورنيک پدې هکله وايي:

«د خپلواکۍ وروسته دستي ما داسي فکر کوی چي دا د هغه وخت د جمهوريتونو د مشرانو سياسي تاکتيک دی. هغه وخت ما گرد سره دا فکر نه کوی چي دغه اعلان به دومره جدي پايلي ولري.»

يو شمېر کارپوهان پدې متفق دي چي د يوگوسلاويې د ماتيدو پروسه په 1980 کي لا شروع سوه کله چي د هغه وخت اوږد مهاله ولسمشر جوزيف بروز ټيټو مړ سو. هغه داسي يو کس ؤ چي تر ډېره وخته يې وکولای سول چي د يوگوسلاويې ټوله جمهوريتونه متحده وساتي خو د هغه د مړيني وروسته د قومونو تر منځ واټنونه زیات سول.

د 1991م مېلادي کال د جون په 25 مه نېټه سلووانيې او کرويشيا په رسمي توگه خپلې خپلواکۍ اعلان کړې چي پدې توگه د دغې سيمي خلکو او سياستوالو غوښتل د هغه وخت د سربي ولسمشر سلوبودان ميلوسوويچ هغه غوښتنو ته منفي جواب ورکړي چي په ترځ کي يې د سربيا پراخول غوښتل.

د المان د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير هانس ډيټريش گېنشر د ميلوسوويچ د هغه وخت د سياست په هکله وايي:

« د وخت په تېرو سره دا ښه ښکاره سول چي ميلوسوويچ د واک تر لاسه کولو غوښتنه درلوده. زموږ داسي نخښي نښانې تر سترگو سوې چي سربيان د پراختيا غوښتنې لري. له همدې امله موږ ته واضح سوه چي د سلووېنيا او کرويشيا د خپلواکۍ غوښتنو عوامل او دلايل درلودل.»

د خپلواکۍ د اعلان وروسته د يوگوسلاويې د پخوانيو جمهوريتونو تر منځ هغه خونړۍ جگړه رامنځ ته سوه چي پکښي ولس وژني او ډل وژني رامنځ ته سوې. خو دغه ټول تاوتريخوالي ونه کړای سوای چي يوگوسلاويه بېرته سره يو ځای کړي. حتی د خپلواکۍ د اعلانونه څخه تر مخه لا ډيري هڅي سوي وې چي په سوسيالستي يوگوسلاويه کي جمهوري او سياسي اصلاحات رامنځ ته کړل سي خو دغه ټولې هڅي ناکامه سوي وې. چي وروسته د خپلواکۍ اعلانونو او جگړو دغه واټنونه لا زيات کړل او يوگوسلاويه په سلووانيې، کرويشيا، بوسنيا هرڅوگووينا، ماسيډونيا، مونټي نېگرو او وروسته په کوزوؤ ووېشل سول.

د شلو کالو وروسته اوس د جگړې زخمونه کرار کرار په جوړېدو دي. سلووانيه له وړاندي لا د اروپايي ټولنې غړی گرځېدلی دی او کرويشيا به په راتلونکو دوؤ کلونو کي د اروپايي ټولنې غړی سي. د دې تر څنگ د يوگوسلاويې پخواني جمهوريتونه هم اوس د اروپايي ټولنې د غړيتوب تر لاسه کولو منتظره ده.

د یوگوسلاويې هغه جمهوريتونه چي شل کاله تر مخه يې خپلي خپلواکۍ اعلان کړي وې او پدې تړاو يې د جگړې تاوانونه په ځان منلي ول اوس د اروپايي ټولنې په ترځ کي بېرته سره يو ځای کيږي.

اربوټينا زوران/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض