د کريميا هوايي ډگر د روسي عسکرو په کنټرول کي دی
۱۳۹۲ اسفند ۹, جمعهانترفاکس خبري آژانس په خپل راپور کي زیاته کړې ده چي روسي عسکر د هوايي ډګر له لاري د « جنګياليو» د انتقال د مخنيوي لپاره هلته ورغلي دي. ياد خبري آژانس بېله دې چي نور جزئيات ورکړي د خپل دغه خبر منبع يې روسي نظامي کسان ياد کړي دي. د اوکرايين او روسيې تر منځ د يو تړون پر اساس د کريميا د سيواستوپول په بندر کي د روسيې د توري بحيرې پوځي بېړۍ مستقرې دي.
د سيمفېروپول هوايي دګر د وسله والو په کنټرول کي
د دې څخه تر مخه د سيميز مرکزي ښار سيمفېروپول هوايي ډګر د وسله والو لخوا تر کنټرول لاندي راوستل سوی ؤ. که څه هم دغه وسله وال د هوايي ډګر په ساحه کي پیرې کوي، خو هوايي تګ راتګ لا بېله خنډه جريان لري. د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۷مه) وسله والو د لنډي مودې لپاره په سيمفېروپول کي د پارلمان او حکومت ودانۍ تر خپل کنټرول لاندي راوستل.
کريميا هغه سيمه ده چيري چي اکثریت اوسیدونکي یې روسان دي. دغه سيمه تقريبا ۶۰ کاله تر مخه د شوروي د مشرتابه لخوا د اوکرايین سره يوځای کړل سوه. د کريميا د اوسېدونکو په هکله اټکل کيږي چي هغوی په کيف کي د سياسي بدلون څخه ناخوښه دي او دا ګواښ احساسوي چي د خپلواکمنۍ په تړاو به خپل ځانګړي حقوق د لاسه ورکړي. له همدې کبله سيميز پارلمان پرېکړه وکړه چي د می په ۲۵مه نېټه به يوه ولسپوښتنه يا رېفرندم تر سره کيږي. پارلمان غوښتل چي د دغه رېفرندم په مرسته کريميا ته د خپلواکمنۍ د لا زياتو حقونو د ورکولو په تړاو د خلکو نظر معلوم کړي. د دې تر څنګ دغه پارلمان سيميز حکومت له واکه ليري کړ.
ياد اقدامات داسې اندېښنې رامنځ ته کړي دي چي د شوروي دغه پخوانی جمهوريت ښايي د تجزيې له ګواښ سره مخامخ سي. د اوکرایين د مؤقتي حکومت لومړي وزیر آرسېنای ياڅېنيوک، خبرداری ورکړی دی چي د هيواد مځکنۍ بشپړتيا له ګواښ سره مخامخ ده. نوموړی سياستوال چي د اپوزسیون د مشرانو څخه دی، د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۷مه) په کيف کي د پارلمان په اکثريت رايو د مؤقتي حکومت د لومړي وزیر په توگه وټاکل سو.