د کریسمس د ونو جالب انځورونه
د انځورونو په دې آلبوم کې د کریسمس تر ټولو لوړې، ګرانه بیه او روښانه جالبې ونې درپیژنو. دا هم په دې البوم کې شته چې د نړۍ د کریسمس ونې لقب یوې آلمانۍ ونې ته ورکړل شوی دی.
د کریسمس تر ټولو ګران بیه ونه
د کریسمس دا ونه ۱۳ متره ارتفاع لري او بیه یې ۱۱ میلیونه ډالره ده. د ونې خپل قیمت لس زره ډالر دی خو ښاخونه یې له طلایي کرښو، قیمتي ساعتونو او په شاوخوا ۱۸۱،الماسو، زمزدو، یاقوتو او نورو قیمتي ډیرو ډیزان شوي دي. د امارات پلس هوټل مدیر هنس اولبرتز وایي ښایې دا ونه د تر ټولو ګرانه بیه ونو په حساب د ریکارډونو په کتاب ګینس کې ثبت شي.
په اوبو کې د کریسمس ونه
دا ونه د برازیل په ریو دي ژنریو کې ده چې د ګینس په کتاب کې هم ثبت شوې ده. دغه ونه ۸۵ متره لوړ والی لري او په ۲۰۱۴م کال کې په اوبو کې کښېنول شوه.
د کریسمس تر ټولو لوړه ونه
په آلمان کې د کریسمس تر ټولو لوړه ونه چې له ۱۹۹۶م کال راهيسي د آلمان په دورتموند ښار کې ده، تر اوسه هم په اروپا کې تر ټولو لوړه ونه ګڼل کیږي چې ۴۵ متره لوړوالی لري.
د کریسمس تر ټولو روښانه ونه
دا روښانه ونه د اسپانیا په پالما ښار کې د یوې کلیسا مخي ته په لوی میدان کې موقیعت لري .دغې ونې سږ کال ۱۳۵ سړکونه او میدانونه روښانه کړي دي.
د کریسمس د ونو په کور کې
توماس يرومن د خپل کور د کریسمس ونو په منځ کې ولاړ دی. په کور کې یې ۴۴۴ د کریسمس ونې دي چې له دې سره یې په نړۍ کې یو نوی ریکارډ پخپل نوم ثبت کړ. د آلمان د ریکارډونو اینسټیوټ هم د نوموړي دغه ریکارډ تاید کړی دی.