1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کریکټ اکاډمۍ استرالیایي روزونکي کار پیل کړ

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د کریکټ بورد چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې استراليايي روزونکي پیتر اندرسن، د افغانستان د کریکټ بورد په اکاډمۍ کې خپل کار پیل کړ. افغانستان اوس په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال پنځوس اوریز جام له پاره چمتوالی نیسي.

https://p.dw.com/p/1BldO
انځور: DW

تر دې مخکې پیتر اندرسن د دوو کلونو له پاره د پاپوا نیو گیني، لوبډله روزلې وه. ۵۲ کلن اندرسن، د افغانستان د لوبډلو د روزنې په اړه ویلي دي: «دا چې زه دلته یم، ډیر خوشحاله یم. زه هیله لرم چې زه وشم کولای په افغانستان کې د کریکټ له ودې سره مرسته وکړم. زه به مې خپل کار ورو پیل کړم. لومړی به لوبغاړي ووینم، هغوی ته به غوږ شم او د هغوی په اړه به معلومات پیدا کړم.»

ندرسن د کوین لند او سویلي استرالیا له پاره ټول ټال ۵۶ لومړۍ درجه لوبې کړي دي. هغه همداراز د یوه ویکټ ساتونکي په توگه د خپلې لوبې پر مهال ۱۳۹۹ منډې جوړې کړې دي. د افغانستان د کریکټ بورد مشر نور محمد مراد، د اندرسن هرکلی کړی دی او ویلي یې دي: «موږ له دې کبله چې د افغانستان د کریکټ د نوې اکاډمۍ د مشرۍ له پاره د اندرسن په شان د یوه کس هرکلی کوو.»

د کریکټ بورد دغه چارواکي زیاته کړې ده: «هغه [پیتر اندرسن] له ځان سره په استرالیا او نړیواله کچه د کریکټ په برخه کې ۳۵ کلنه تجربه له ځان سره راوړي. په پاپوا نیو گیني کې چې د کرکیټ په برخه کې یو مخ پر ودې هیواد دی، د اندرسن تجربه له هغه سره په افغانستان کې ډیره مرسته کولای شي.»

اندرسن به د افغانستان د کریکټ د نوې اکاډمۍ مشري وکړي چې د ملي لوبډلې له پاره نوي ځوانان روزي. افغانستان په تیرو لسو کلونو کې د کریکټ په برخه کې ډیر پرمختگ کړی دی. دې هیواد په ۲۰۰۹ کال کې د کریکټ له نړیوالې شورا څخه د یو ورځنیو لوبو د ترسره کولو صلاحیت ترلاسه کړ.

افغانستان تر اوسه پورې درې وارې په نړیوال شل اوریز جام کې لوبیدلی دی. پر دې سربیره دغه هیواد په اسیا کپ کې د لومړي ځل له پاره د کریکټ د نړیوالې شورا یوه پوره غړیتوب لرونکي هیواد بنگله دیش، ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې همداراز په ۲۰۱۵ کال کې ترسره کیدونکي نړیوال پنځوس اوریز جام ته هم لار موندلې ده. د کریکټ نړیوالې شورا ټولو هغو هیوادونو ته چې دې جام ته رسیدلي دي یو میلیون ډالر ورکړي ترڅو ځانونه د لوبو له پاره چمتو کړي.