1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د کریکټ د بریا له کبله هوایي ډزو څومره تاوان رسولی؟

۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبه

د کړیکټ نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې افغانانو د پاکستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې بریا پر نورو سربیره د هوایي ډزو په کولو سره ولمانځله. د کورنیو چارو وزارت په دغو هوايي ډزو کې د لسو تنو ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3J4Gs
Symbolbild islamistischer Kämpfer
انځور: Fotolia/Oleg Zabielin

افغانستان د نړیوال جام له پاره په خپله لومړی تمریناتي لوبه کې پاکستان ته په درو ویکټونو ماتې ورکړه. د کریکټ کارپوهانو په دې لوبه کې د افغانستان د توپ اچوونې او توپ وهنې ستاینه وکړه. د توپ اچوونکو په ډله کې نبي او راشد ډیر ښه وځلیدل او په توپ وهوونکو کې بیا حشمت الله شاهدي او حضرت الله ځاځي، ښه لوبه وکړه.

د افغانانو له پاره په دې تمریناتي لوبه کې بریا ځکه هم ډیر مهمه وه چې لوبه د پاکستان پر وړاندې وه. د افغانستان حکومت او د دې هیواد ډیر شمیر اوسیدونکي د پاکستان استخباراتي سازمان د یاغیانو په ملاتړ تورنوي. پاکستان بیا دغه تور په کلکه ردوي.

د لوبې د پایلې له معلومیدو سره سم، په کابل کې هوايي ډزې پیل شوې او د کریکټ مینه وال سړکونو ته راووتل. که څه هم افغان لوبغاړو او د کریکټ چارواکو په وار وار پر خپلو مینه والو باندې غږ کړی دی چې د هغوی بریا په ډزو و نه لمانځي، خو بیا هم دغه کار ترسره کیږي.

د افغانستان د کورینو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، د شنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې د کریکټ لوبې تر پای ته رسیدو ورسته په کابل، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د هوايي ډزو له کبله ۱۰ تنه ټپیان دي چې په ډله کې یې د یوه حالت د اندیښنې وړ دی. رحیمي په کابل کې په دې تړاو د ۴۳ تنو، په ننګرهار کې د ۳۱ تنو او په خوست کې د ۱۴ تنو د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی. هغه زیاته کړې چې له دغو کسانو سره ګڼ شمیر وسلې هم نیول شوي دي.

رحیمي پر خپل فیسبوک لیکلي دي: «د کریکټ بریا یوه خوښي ده، هغه په غم مه بدلوئ.»

(ms/qn (reuters