1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کشمير په نښتو او اخ و ډب کې ۲۰ کسان وژل شوي

۱۳۹۷ فروردین ۱۳, دوشنبه

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د پوليسو او وسله والو ترمنځ د نښتو او د مظاهرو پر وخت د اخ و ډب په ترڅ کې د دريو عسکرو په گډون ۲۰ کسان وژل شوي. د نور تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه په سري نگر کې امنيتي تدابیر کلک کړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2vMYt
Indien Kämpfe in Kaschmir
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Khan

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۸ م کال د اپريل ۱ نيټه) د پيل شويو نښتو په پايله کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.

هندي چارواکو ويلي دي چې په څو سيمو کې د نښتو په نتيجه کې درې عسکر او ديارلس شکمن جنگيالي وژل شوي دي. د تاوتريخوالي دا تازه پيښې په روان کال کې تر ټولو خونړۍ دي.

د رسنيو د رپوټونو په حواله د هند تر ولکې لاندې کشمير په مرکز سري نگر ښار کې نښتې هغه مهال پيل شوې چې د هند امنيتي ځواکونو د حکومت پر ضد د روانې مظاهرې پر گډونوالو مستقم فايرونه وکړل. د پوليسو په حواله مظاهره کوونکو د هند پر ضد نعرې وهلې او پر پوليسو یې د ډبرو گوزارونه کول. په دې ترڅ کې هم لږ تر لږه ۴ کشميريان ووژل شول. د روغتيايي سرچينو په حواله په دې اخ و ډب کې ډير کسان ټپيان شوي هم دي.

د کشمير ياغي ډلو نن (دوشنبه) د عمومي اعتصاب غږ هم کړی دی. په ځانگړي توگه په سري نگر کې به د امنيتي دلایلو پر اساس ښوونځي تړل شوي وي.

پوليسو ويلي دي چې د نورو ناوړه پيښو د مخنيوي په موخه په سري نگر کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي. ويل شوي دي چې د يکشنبې په ورځ د امنيتي ځواکونو له خوا په درو مختلفو سيمو کې د ياغيانو پر وړاندې د عملياتو تر پيلولو وروسته، مظاهرې پيل شوې.

Indien Kämpfe in Kaschmir
په کشيمر کې د پوځ او ياغیانو ترمنځ د نښتو وروسته په زرونو انسانان سړکونو ته راووتلانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Khan

د هندي چارواکو په حواله دوی په شوپيان سيمې کې د شکمنو ياغيانو په اړه د معلومات ترلاسه کولو وروسته، هلته عمليات پيل کړل. د عملياتو پر وخت د امنيتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ نښتې پيل شوې. پوليسو وويل چې په دې نښتو کې اووه شکمن ياغيان او دوه عسکر ووژل شول.

ويل شوي دي چې هندي چارواکو په ډيرو سيمو کې د گرځنده تلیفون خدمات بند کړي، څو د مظاهرو تنظيمونکي له خلکو سره تماس ونه شي نيولای. د رسنيو د رپوټونو په حواله په سيمه کې څرخي الوتکې هم پروازونه کوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې تازه خونړيو پيښو خواشينې څرگنده کړې ده.

د کشمیر سیمه په ۱۹۴۷م کال کې پر هند د برېتانيا د واکمنۍ له ختميدو راهيسې  د دوه اتومي ځواکونو پاکستان او هند ترمنځ ويشل شوې ده، خو دواړه یې د بشپړ ملکيت دعوا کوي.

د کشمير ډير ملکي وگړي د ياغيانو ملاتړ کوي چې له لسيزو راهیسې د خپلواکۍ او يا له پاکستان سره د الحاق له پاره جنگيږي. دې جگړو او په دې ترڅ کې اخ و ډبونو تر اوسه د زرونو انسانانو چې زياتره یې ملکيان ول، ژوند اخيستی دی.

AFP,AP,dpa, Reuters (B.S/N.Z)

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز راپور: