1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز وضعیت بیرته د عادي کیدو په حال کې دی

۱۳۹۴ مهر ۱۳, دوشنبه

د کندز پولیس او ځایي اوسیدونکي وایي چې حکومتي ځواکونو د کندز ښار ډیره برخه بیرته نیولې ده. زیاته شوې چې طالبانو لاس ته د نوموړي ښار د لویدو وروسته د ښار په مرکز کې ځیني دوکانونه د لومړي ځل له پاره بیرته پرانیستل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GigM
انځور: picture-alliance/epa/J. Karger

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کندز ښار اوسیدونکي وایي چې د اتو ورځو وروسته د لومړي ځل له پاره دوی د ډزو اوزونه نه دي اوريدلي او پر دې وتوانیدل چې له خپلو کورونو څخه ووځي او خواړه راونیسي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې له سیمي څخه د یاغیانو د ایستلو له پاره امنیتي ځواکونو کور په کور د پلټنې لړۍ ته ادامه ورکړې ده.

د عبدالغفور په نوم د کندز ښار یوه اوسیدونکي د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «د ښار په مرکز کې حالت عادي دی.» نوموړي زیاته کړې ده چې د هغو جسدونو له کبله چې د ښار په پیاده رونو او نورو ځایونو کې پراته دي، ډیر بد بوی دی او په وینا یې ځایي حکومت باید یو گام پورته کړي.

افغان حکومتي ځواکونه چې د امریکا متحدو ایالاتو له هوایي ملاتړ څخه برخمن دي له دغه سیمې څخه د طالبانو د ایستلو په هڅه کې دي. وروسته له ۱۴ کلونو د طالبانو د رژیم له نسکوریدو څخه هغوی تیره اوونۍ وتوانیدل چې د کندز ښار مرکز د څو ورځو له پاره تر خپل کنترول لاندې راوړي.

په عین وخت کې امریکا متحدو ایالاتو ویلي دي چې په دې هکله څیړنې کوي چې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې د دوی ځواکونه د هوایي برید له پاره مسول دي که نه. د شنبې په ورځ پر دغه روغتون باندې د بمبارۍ په ترڅ کې ۲۲ تنه ووژل شول.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې مشر ویلي دي چې پر روغتون باندې برید د «بښلو وړ نه دی» او په وینا یې د جنگي جرمونو په جمله کې راتلای شي.

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ ویلي دي دوی د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته څیرمه یو هوایي برید تر سره کړی دی چې په وینا یې هدف یې طالب یاغیان ول چې په مستقیمه توگه یې پر امریکایي پوځي پرسونل فیرونه کول. هغوی لا تر اوسه پر روغتون باندې برید نه دی تائید کړی.

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي، په داسې حال کې چې په تیرو ورځو کې حکومت د ښار د نیولو ادعا کوله خو جگړې هم ادامه درلوده. اوس د ښار خلک هیله من دي چې سخت تاوتریخوالی د اوس له پاره تیر شوی وي.

د کندز ښار اوسیدونکی عبدالله وایي: «دا به ډیر وخت ونیسي چې ښار بیرته عادي حالت ته راوگرځي. خلک چې اوس هم د باندې راوځي نو په ویره کې وي.»