د کندهار، ارزګان او زابل ولايتونو لپاره 93 پروژي منظوری شوی
۱۳۸۸ فروردین ۲۵, سهشنبهدلته د کندهارد ولايت مرستيال ډاکټرغلام جيلاني همايون د ادارو يو شمير ريسان او د ولسواليو د شوراء غړي هم حاضر وو.
د کليوپراختيا د وزيرضياء په وينا ياد سوي درونوي پروژي د کندهار، ارزګان او زابل ولايتونو لپاره دي. د ده په وينا له دغوپروژو څخه څلورنيم زره کورنۍ ګټه پورته کوي اوسل هاووتنه به پکښي په کارونووګمارل سي.
دکليوپراختيادوزيرښاغلي ضياءپه وينا دغه پروژي دکليوبانډواوولسواليوداوسيدونکوپه خوښه هغه انتخاب سوي پروژي دي کوم چه تربيارغوني وروسته به ددوي اوسني ستونزي ترډيره ورحل کړي.
مګربله خوابيادارزګان ولايت يوتن اوسيدونکي محمدفاروق په خپل ولايت کښي دکلينيکونواوښوونځيودکمبود خبره کوي دده په وينا چه موږپه خپله سيمه کښي ترډيره دښووني اوروزني اوهمدارنګه دروغتيا په برخه کښي ستونزي لرو.
خوبل پلوبيادزابل ولايت يوتن اوسيدونکي په خپل ولايت کښي د بيارغوني د کارونوعملي کولوته دشک اوترديدپه سترګه ګوري ځکه چه دده په ويناپه دغه ولايت کښي امنيتي کړي دومره تنګه سويده چه دبيارغوني دکارونوخنډګرځيدلي دي اودي ترټولونه مخکي په سيمواومحلاتوکښي دامنيت غوښتونکي دي چه دده په وينا د امنيت په شتون سره ټولي د بيارغوني چاري په درست اوصحيح توګه پرمخ تلاي سي.
ديادوني وړده چه ديوه کال په ترڅ کي د کليوپراختيا د وزارت ترڅنګ نوري غيري دولتي موسسي هم په لس هاوه مليونه ډالرد دا ډول وړو پروژوپه بيارغونه لګوي، چه د خلکوپه اند که دغه پيسي د غټوپروژولکه بندونو، زراعتي ميکانيزه او اصلاحي تخمونو، سړکانو او فابريکو په جوړولو او بيا رغولومصرف سي ترډيره به بيکاري له مينځه ولاړسي او د خلکواقتصاد به پياوړي شي.
حکمت الله اسلمي
کتونکی: يحيی وردک