1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار اوسيدونکي د بېکارۍ څخه سر ټکوي

۱۳۸۹ اسفند ۱۸, چهارشنبه

کندهار چي يو د افغانستان له سترو او مهمو ښارونو څخه بلل کيږي ګڼ شمير اوسيدونکي يې د يولړ نورو ستونزو ترڅنګ د بېکارۍ او بې وزګارۍ څخه سرټکوي.

https://p.dw.com/p/R7X5
کندهار ښار د شهيدانو چوکانځور: DW

د ښار پرعمومي څلورلارو لکه شهيدانو چوک او نورو ځايونو کي په سل هاوه ځوانان تر سترگو کيږي چي د کار په تمه ولاړ وي.

کله چي دغه څلور لارو ته يو موټر ور نژدې کيږي نو په لسهاو ځوانانو په دې تمعه ور نژدې کيږي چي گواکي د کار د پاره به مي له ځان سره بوزي او يا به يې د خټو د پاره نفر په کار وي.

پر دې چوکو باندي ولاړ ځوانانو وايي چي د خپل فاميل د پاره د يوې گولې وچي ډوډۍ د پيدا کولو د پاره د سهار څخه تر ماښامه دلته ولاړ وي اخير هم په خالي لاسو کورته ولاړ سي.

ددغو ځوانانو په خبره که کار پيدا سي خو ډير ښه دی هغه که په هر څومره پيسو وي بې تفاوته دی. خو کار نه پيدا کيږي مجبوره يو د بېکارۍ د لاسه نورو کارونو ته لاس واچوو.

د کارپوهانو په خبره په هيواد کي تر ډيره ځايه بې امني په بې کارۍ پوري تړلې ده. په دغسي ولايتونو کښي لکه کندهار، هلمند، روزگان او زابل بې کاري هغه څه ده چي پر امنيت باندي ډيره منفي اغېزه لري.

دغه ځوانان له دولت او مسؤلو چارواکو غوښتنه کوي چه د يوې وچي ګولي ډوډۍ د برابرولو په موخه دوي ته د کار او وزګارزمينه برابره کړي.

يو تن چي ځان عبدالهادي راپيژني دويچه ويلي ته وويل چي، دولت دي ورته په ډيرو لږو پيسو کار پيدا کړي. نه داچي ټوله ورځ بېکاره کښېني تر هغه په هغه لږو پيسو کار کول ښه دی.

دهغه په خبره وچه ډوډۍ خو به ولري نور څه که نوي،« اوس خو هغه وچه ډوډۍ هم نه لرو».

په کندهار کښي د کار او ټولنيزو چارو رياست د بې وزگاره کسانو نيوکي تر يو حده پرځای بولي. خو وايي چي، دې رياست تر ډيره ځايه بې وزګاره کسانو ته کار پيداکړی.

د نوموړي رياست ريس رفيع الله مجددي وايي چي، په کندهار ولايت کښي يې د بې کارۍ کچه په سلو کښي اتيا ټيټه کړې، او زرهاوه تنه بې وزګاره کسان يې په بيلابيلو پروژو کښي په کارونو ګمارلي او د کار زمينه يې ورته برابره کړې ده.

اقتصادي کارپوهان پدې اند دي که دولت صنعتي فابريکي جوړي او فعالي کړي دا نه يوازي چي د خلګو اقتصادي وضع ښه کيږي، بلکي بې کاري له مينځه ځي او د سيمي پرامنيتي اوضاع هم خپلي مثبتي پايلي شيندلای سي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل