1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار او کوټي ترمنځ الوتني پيل سوې

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه

د کندهار د نړيوال هوايي ډگر مسئولين وايي، چي د کندهار او کوټي ترمنځ په رسمي ډول ملکي الوتني پيل سوې. دوى وايي اوسمهال مسافرين يوازي د پاکستان د (پي، آى ،اې ) په الوتکو کي تگ راتگ کولاى سي.

https://p.dw.com/p/178h3
انځور: AP

د کندهار د هوايي ډگر امر احمدالله فيضي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۲۵) دويچه ويله ته وويل، چي هره اوونۍ به له کندهاره کوټي او له کوټي به کندهار ته دوې الوتني کيږي.

د ده په خبره که چيري وروسته اړتيا سوه، دوى چمتو دي، چي د آريانا افغان او کام اير الوتکو څخه هم گټه واخلي. له کندهاره تر کوټي د يوې خوا ټکيټ بيه ۷۰ امريکايي ډالره ټاکل سوې ده.

فيضي زياتوي دا کار يې د مسافرينو د بيا بيا غوښتنو پربنسټ ترسره کړ او دوى هڅه کوي، چي ټولو گاونډيو هيوادونو ته همداسي الوتني پيل کړي:

«له دې سره به د دواړو وروڼو ملتونو ترمنځ دوستي نوره هم ټينگه او اسانه سي، اوس په موټرونو کي ځني ستونزي سته او له دې ستونزو څخه به خلک وژغورل سي.» فيضي له مسافرينو څخه هيله کوي، چي دوى هم تر قانوني مراحلو طى کولو وروسته د کوټي سفر ته ځان چمتو کړي.

د کندهار عام اوسيدونکي هم د پاکستان د بلوچستان ايالات مرکز کوټي ته د الوتنو پيليدل پر نيک پال نيسي او له دواړو دولتونو څخه هيله کوي، چي د مسافرينو د پاسپورټ او وېزې د ځنډولو پر ځاى دي، دوى ته اسانۍ جوړي کړي.

د خلگو په خبره، دا د دوى له پاره ځکه ښه خبره ده، چي د کندهاريانو زيات شمير خپلوان د کوټي په ښار کي لا تراوسه د کډوالۍ شپې سبا کوي او په دې ډول به دوى وکولاى سي، چي د يو اوبل په ښاديو او غم کي په اسانۍ سره گډون وکړي.

د کندهار يو تن اوسېدونکی امير محمد دويچه ويله ته وويل: «تر اوسه هم زموږ ځيني خپلوان په کوټه کي اوسيږي او که دا پروازونه پيل سي، اول سړى به زه يم، چي کوټي ته به په طياره کي سفر کوم.»

په کندهار کي د پاکستان جنرل کونسل فرمان الله يوسفزي هم تيره ورځ له کندهار والي توريالي ويسا سره د ليدني پرمهال وويل، چي داسي نخښي سته چي په راتلونکي کي به د پاکستان د پلازمېني په گډون ځينو نورو لويو ښارونو ته هم پروازونه پيل سي. د هغه په خبره چي د دې پروازونو له پيل سره سم به تر يوه حده پرتې امنيتي ستونزي هم راکمي سي.

د کندهار د نړيوال هوايي ډگر مسئولين وايي دامهال له دغه هوايي ډگر څخه هره ورځ نزدې١٠٠٠تنه مسافرين له لسو څخه تر شلو نړيوالو او کورنيو الوتنو کې فسر کوي.

د کوټي او کندهار ترمنځ په داسي حال کي الوتني پيليږي، چي د دې ترمخه د يادو دواړو سيمو ترمنځ د بس موټرانو د پيليدو خبره هم سوې وه، خو هغه تگ رات گ لا تراوسه په رسمي ډول نه دى پيل سوى.