1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار خطرناک حالت او نوي عمليات

۱۳۸۹ شهریور ۱۴, یکشنبه

د کندهارامنيتي حالت په تيرو دريو کلونو کي د هري ورځي په تيريدو سره لا پسي خرابيږي، اوس ګډ ځواکونه د کندهار د څه نا څه خوندي کولو لپاره په يو شمير سيمو کي عمليات پيلوي.

https://p.dw.com/p/P4oU
د کندهار ښار د شهيدانو چوک
د کندهار ښار د شهيدانو چوکانځور: DW

د کندهار ځايي چارواکي وايي چي بهرنيو سرتيرو د هغه ولايت د ارغنداب په ولسوالۍ کي چاڼيز عمليات پيل کړي او د پنجوايي او ژيړۍ په ولسواليو کي هم عمليات د پيل کيدو په درشل کي دي.

يادي دري ولسوالۍ د کندهار د نا امنه ولسواليو په کتارکي راځي. پنجوايي ولسوالۍ خو په کندهار کي د ميشتو امريکايي سرتيرو تر منځ نن صبا د فلوجي په نامه ياديږي.

فلوجه د عراق هغه سيمه ده چي په تيرو څو کلونو کي امريکايي سرتيرو ته پکښي د سر دروند زيان اوښتی وو.

د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي چي، په ازغنداب کي د عملياتو پيل کيدل او په پنجوايي او ژيړۍ کي هم ورته عملياتو ته د سرتيرو چمتو والي دا ښيي چي په کندهارکي پراخ پوځي عمليات پيليدونکي دي.

څه موده دمخه د کندهار د عملياتو پر سرد ناټو او افغان دولت ترمنځ شخړي موجودي وې او د کابل حکومت د دغو عملياتو له پيليدو سره سلا نه لرله.

اوس داسي ويل کيږي چي په هغه ولایت کي د امنيتي وضعي له خرابيدو سره جوخت افغان دولت هم دا منلي چي د ناټو عمليات پيل سي.

په کندهار کي تيري څو مياشتي د مسلسلو ترورونو شاهدي وي. تيره اونۍ د دغه ولايت د حج او اوقافو ريس د ښار په زړه کي د وسله والو له لوري وويشل سو او سا يې ورکړه.

د کندهار امنيت دومره خراب ښودل سوی چي د والي توريالي ويسا په وينا اندازه يې نه سي ټاکل کيدای.

د کندهارښاراوسيدونکي وايي چي دغه ښارد شپې د خوا د طالبانو تر کنټرول لاندي دی، نه د پوليسو ګزمي شته او نه هم څوک هري خوا ته په ډاده زړه تګ را تګ کولای سي.

د ښار په چوڼۍ سيمه کي يوه سوداګرحاجي آغا لالي دويچه ويلي ته وويل:

«زه نه پوهيږم چي د دغه ښار برخليک به څه وي، د شپي په آرامه خوب نه لرو، ډزو و ډوز وي، زموږ کاروبارونو ته يي تاون رسولی خلک ډير په بازارونوکي نه ګرځي».

د نوموړي په خبره که چيري حالات داسي دوام وکړي نو د کندهار ښار به ډير ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

د کندهارښار يو بل اوسيدونکي درمحمد بيا وايي چي ډيری حکومتي چارواکو دندي پريښي د ي.

هغه وايي يو شميرريسان ترور سول او نور ټول له ښار څخه وتلي يوازي د ګوتوپه شمير پاتي دي او هغه هم ادارو ته نه راځي.

خو د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي بيا تر ډيره د ښاريانو له هغو خبرو سره چي طالبان پر ښار ډير تسلط لري موافق نه دی.

ايوبي دويچه ويلي ته وويل چي دوی په ښار کي ګزمې لري او اداري هم په نورماله توګه فعاليت کوي.

«دا خبره سمه نده چي ښار د شپي له لوري د طالبانو په لاس کي دی، زه تاسو ته ډاډ درکوم چي له ترهګريزو اعمالو پرته دښمنان نه سي کولای چي په مخامخ ډول له امنيتي ځواکونو سره مقابله وکړي، هغوﺉ د غلو په څير بريد کوي او بيرته تښتي.»

خو د کندهار اوسيدونکي وايي چي شپه لا څه چي د ورځي د نوي ښارکي د محکمې د ودانۍ تر شا د طالبانو پاټکونه سته او هلته غوی خپلي تلاښۍ کوي.

يو تن چي نه يې غوښتل خپل نوم واخلي دويچه ويلي راډيو ته يې په يوه تليفوني تماس کي وويل چي امنيتي ځواکونه يې ويني چي د محکمې و شاته طالبان څه کوي ښه په خبر هم دی ولي څه کولای نه سي هغوی دونه زړه نه لري چي د هغوی و سيمو ته ورسي.

دا په داسي حال کي ده چي افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو په يو شمېر ولسوالیو کي تصفيوي عمليات پيل کړي خو مخاليفينو خپل ټول زور د کندهار ښار په دننه کي اچولی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل