1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د دهلې د بند او کانالونو د رغولو ژمني وسوې

۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبه

دا دوهم وار دی، چي د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د دهلې د بند د رغولو ژمني کيږي...

https://p.dw.com/p/Ne2g
انځور: Hekmatullah Aslami

کاناډا هيواد د کندهار ولايت سره د زراعت او باغدارۍ د ودي او پراختيا په موخه د اوبو د بندونو او کانالونو د جوړولو وعدې وکړي.

د کاناډا هيواد پرمختياي چارو وزيره مېرمن هوډا دکندهار څخه د ليدني پر مهال د خپل سفر په لړ کي د اوبو د بندونو او د اوبو د کانالونو د جوړوني او رغوني ژمني وکړي.

وزير د ارغنداب ولسوالۍ د سپين ږرو او بزگرو سره د ليدني کتني پر مهال د شاولي کوټ ولسوالۍ د دهلې د بند، کانالونو او د اوبو سيسټمونه د بيا رغولو په برخه کي د مرستي وعدې وکړي.

ارغنداب دکندهار ولايت هغه ولسوالي ده چي تقريباً ټول اوسېدونکي يې په کرهڼه او مالدارۍ لگيا دي.

يوه کوارچه کندهاري آنار
يوه کوارچه کندهاري آنارانځور: DW

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ آنار په نړيوالو بازارونو کي ډير ښه ځای لري او بهرني هيوادونه تل د هغو د واريدولو ليواله دي.

ددې ډول پروژو پلي کول نه يوازي د بې کارۍ او بې وزگارۍ، بکلي د سيمي د بې امنۍ ټغر ټولولای سي.

د ولسوالۍ د مشرانو او بزگرو په خبره د زيربنايي پروژو په پلي کېدو سره به دغه ډول زراعتي هيواد لکه افغانستان ډير ژر پر خپلو پښو و دريږي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی. زيارمل