1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د سولي د عالي شورا مشر استعفا وکړه

۱۳۹۰ مرداد ۱۷, دوشنبه

دغه دواړو مشرانو په کندهار کي يو خبري غونډي ته د خپلو استعفاو عامل يو شمېر شخصي ستونزي يادي کړي، چي په خبره يې نه سي کولای دغه دندي ته اوږه ورکړي. خو د نظر خاوندان بيا دې ته په بله سترگه گوري.

https://p.dw.com/p/12D0i
احمد شاه خان تره کي
احمد شاه خان تره کيانځور: DW

د کندهار د سولي عالي شورا نژدې دوې اونۍ وړا ندي خپل کار په رسمي ډول پيل کړ.

په کندهارکي د سولي د عالي شورا د دارالانشاء مسؤل محمد عمر ساطع وايي، زموږد شوراغړو د ښه نيت په موخه ددوى په غياب کي دوى دواړه يو د رئيس او بل د منشي په توګه ټاکلي وو، لاکن دا چي دوى اوس له خپلو دندو څخه استعفاء ورکړې ده په رسمي ډول يې موږته کوم خبرنه دى راکړی.

احمدشاه خان تره کي په کندهار ښار کي خبري غونډي ته وويل: له يوې خوا ناروغ او له بلي خوا د خپل قوم (تره کو) د شورا مشرۍ ور تر غاړه ده او نه سي کولاى چي دواړي دندي پريوه وخت سرته ورسوي.

منشې محمد قاسم خان بيا د خپلي استعفاء علت د خپلو شخصي کارونو ډېروالى ياد کړ، اوزياته يې کړه، چي ډېروخت له کندهارڅخه د باندي په مرکز او نورو ولايتونو کي په شخصي کار بوخت وي او د منشيتوب دنده ورڅخه هسي خوشي پاتيږي نوځکه نوريې له دندي څخه استعفاءکړې ده.

وروسته تر هغه چي په کندهار کي لوړپوړي چارواکي هم د هدفي وژنو په کتار کي راغلل اوس هلته ډيری دولتي چارواکي کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

تيره اونۍ د هغه ولايت د حج او اوقافو رئيس د دويچه ويله سره په خبرو کي ويلي ول چي هغه اوس نه پوهيږي چي په چا ځان وساتي، او بل داچي په هغه ولايت کي خوندي ځای نسته.

په کندهار کي د دوو اونيو په ترځ کي د هغه ولايت د ولايتي شورا رئيس احمد ولي کرز په خپل کور او کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي په خپل دفتر کي ووژل سول.

د کندهار ښاريانو په خبره په هغه ولايت کي يو شمېر رياستونه اوس رئيسان نه لري او هيڅ څوک دې ته زړه نه ښه کوي چي دغه دندي پر غاړه واخلي.

د هغوی په خبره په دغسي يو حالت کي چي لوړپوړي چارواکي په خپلو کورونو او دفترونو کي چي په سل ميترۍ کي کانگريټي ديوالونه ورباندي را څرخېدلي، خوندي نه دي نو عام وگړي چي هيڅ دفاع نه لري څنگه خوندي وي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل