1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د عام وژنې قربانیانو شهادت ورکړ

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ مرداد ۳۰, چهارشنبه

امریکایي سرتیری رابرت بیلز، چې څه د پاسه یو کال مخکې یې په کندهار کې په یوې عام وژنې لاس پورې کړی وو د سه شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره په یوې پوځي محکمه کې د پېښې له څو تنو ژوندي پاتې شويو قربانیانو سره مخامخ شو.

https://p.dw.com/p/19TrN
انځور: Reuters

څلویښت کلن بیلز د روان کال په جون میاشت کې د کندهار د وژنو جرم ومانه. د دغه امریکايي سرتیري وکیلان تر دې مخکې له قاضیانو سره داسې موافقې ته رسیدلي ول چې که بیلز خپل جرم ومني نو هغه ته به د اعدام سزا ور نه کړل شي.

اوس نو باید قاضیان په دې اړه پریکړه وکړي چې ایا بیلز تر ۲۰ کلونو بند وروسته د «تعلیقي بند» غوښتنه کولای شي او که نه. په دغه شان بند کې یو کس مخکې له دې چې خپل اصلي بند پوره کړي د ځینو شرایطو له مخې آزادیږي.

د کندهار د پېښې اووه تنه قربانیان اوس په امریکا متحده ایالاتو کې دي او د هغوی د اظهاراتو تر اوریدو وروسته به پوځي قاضیان پریکړه وکړي چې ایا بیلز کولای شي تر شلو کلونو وروسته د «تعلیقي بند» غوښتنه وکړي او که نه.

د کندهار د پېښې ژوندي پاتو شویو قربانیانو د بیلز له خوا پر هغوی باندې د ځورونکي برید کیسې وکړې. ۱۲ کلن صدیق الله هم د ۲۰۱۲ کال د مارچ میاشتې په ۱۱ نیټه د بیلز له خوا ویشتل شوی وو. هغه وخت چې بیلز د صدیق الله پر کور باندې برید وکړ دغه ماشوم پر غوږ او غاړه باندې ویشتل شوی وو. صدیق الله د پوځي قاضیانو پر وړاندې د هغې شپې کیسه داسې وکړه: «ما فکر کاوه چې زه خوب وینم، خو کله چې ویښ شوم، چیغې مې واوریدې.»

د صدیق الله پلار شپیته کلن حاجي محمد نعیم هم په محکمې کې د بیلز پر ضد شاهدي ورکړه. هغه چې په پښتو خبرې کولې د شاهدي ورکولو پر مهال په ژړا شو او ویې ویل: «دغه „حرامي“ مې مخې ته ولاړ وو. ما غوښتل ورڅخه وپوښتم چې څه مې کړي او ولي مې ولي.» نعیم پخپله هم د بیلز له خوا پر غاړه او سر ویشتل شوی وو او په همدې شپه یې خپل یو بل زوی له لاسه ورکړی وو. نعیم زیاته کړه: «له هغه وروسته چې زه وویشتل شوم زما عصاب خراب شوي او ژبه مې بندیږي. زه هیڅ وخت ضعیفه نه وم، خو له هغه وخته چې زه دغه„حرامي“ ویشتلی یم، زه هیڅ څه نه یم.»

د کندهار د پېښې یو بل قرباني سمیع الله هم د بیلز له خوا د وژنو په ترڅ کې خپله مور له لاسه ورکړې ده. هغه قاضیانو ته وویل: «زما مور ډیره ښه ښځه وه. زموږ تر شا د غره په شان ولاړه وه.» سمیع الله زیاته کړه چې زوی یې رفیع الله، د هغوی پر کور باندې د بیلز برید ډیر ویرولی دی: «هغه د شپې ویښیږي او ویروونکي خوبونه ویني چې امریکایان یې تعقیبوي. هغه تر دې برید وروسته هیڅ په ژوند نه پوهیږي. د شپې ویښیږي، چیغې او منډې وهي.»

رفیع الله د بیلز له خوا پر دواړو پښو باندې ویشتل شوی وو. هغه محکمې ته وویل: «موږ ویده وو چې چیغو ویښ کړو. هغه [بیلز] کوټې ته راننوت او خپله وسله یې زما د خور سر ته ونیوله.»

بیلز د محکمې په جریان کې احساسات ښکاره نه کړل. خو کله چې د هغه له خوا د وژل شویو کسانو انځورونه په محکمې کې وښول شول نو بیلز خپل مخ بلې خوا ته واړوه. بیلز تر دې مخکې چې په کندهار ولایت کې له خپلې اډې ووځي، له یو شمیر نورو سرتیرو سره یو ځای یو فلم لیدلی وو او الکول یې څښکلې وو. بیلز لا تر اوسه پورې د خپل کار له کبله په رسمي توگه بخښنه نه ده غوښتې خو هغه ویلي دي چې «ډیر بد کار» یې کړی دی.

تر دې مخکې پوځي قاضیانو ویلي وو چې بیلز باید لږ تر لږه شل کاله زندان تیر کړي ترڅو د «تعلیقي بند» له پاره عریضه ورکړای شي. خو په دې اړه چې ایا بیلز به د «تعلیقي بند» د غوښتنې اجازه ترلاسه کړي او که نه وروسته پریکړه کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب