1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د هوايي ډګر ستونزي په پرمختګونو بدلي سوي دي

۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبه

د کندهار د هوايي ډګر مسئولان وایي چي د هوايي ډګر په مخکې پرتې ستونزې په پرمختگونو اوښتي دي او د سلونو زرو ډالرو په ازرښت ئې پروژې پکښي پلي کړي دي.

https://p.dw.com/p/14ALK
انځور: AP

د کندهار د نړيوال هوايي ډګر مشر احمدالله فيضي، ويلي دي چي د يوه کال په اوږدو کي په نوموړي ډگر کي د ١٨ ميلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پلي سوي دي او عوايد ئې درې سوه ميليونه ډالرو ته لوړ سوي دي:

« د تیرو څو کلونو په پرتله د هوایي ډگر عواید ډیر شوي دي. مخکې دغه عواید په کال کې ۵۹ زره امریکایي ډالره ول چې اوس درې سوه میلیونه امریکایي ډالرو ته لوړ سوي دي.»

هغه په خپلو خبرو کې د عوایدو د لوړوالي اصلي عامل له هوایي ډگر څخه ډیرې الوتنې یادې کړي دي. د هغه په وینا تیر کال به د یوې میاشتې په موده کې د کندهار له هوایي ډگر څخه ۹۴ الوتنې تر سره کیدلې چې اوس د الوتنو دغه لړۍ ۳۳۵ ته لوړه سوې ده.

د فيضي په وینا د کندهار نړيوال هوايي ډګر د افغانستان په کچه لومړى هوايي ډګر دئ، چي د چارو د ښه والي له پاره امنيتي کمېټه لري.

فیضي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چي په نوموړي ډګر کي یو شمیر پروژې هم پلي سوي دي، چي تر ټولو مهمه ئې د ډګر د ملکي برخي دننه د الوتکو له پاره د ټکسي وې له سره بيا رغونه ده، چي ډېر ژر به ئې د جوړولو چاري پيل سي.

« د ۱۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لگښت ۱۵متر مربع فوټه ټیکسي وې جوړول په پام کې دي.»

د احمدالله فیضي په وینا د الوتنو د ډیریدو له امله د الوتکو د درېدلو له پاره جوړ سوى پارک کافي نه دئ او د نوي کال د پلان له مخي به دغه پارک ته هم پاملرنه وسي ترڅو ياده ستونزه له منځه ولاړه سي.

د يادوني وړده چي د کندهارهوايي ډګر د سيمي په کچه له نړيوالو ډګرونو څخه دئ چې تیرو درو لسیزو جگړو ورته سخت زيان اړولی دئ.

کندهار/ حکمت الله اسلمي
کتونکی: سید ریاض