1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د پېښي پر وړاندي مظاهره وشوه

۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

په جلال آباد کې د سه شنبې په ورځ په سوونو زده کوونکي او محصلین سړکونو ته راووتل او په کندهار کې ئې د یوه امریکایي سرتیري له خوا د ۱۶ بې گناه افغانانو وژنه وغندله.

https://p.dw.com/p/14Jkn
انځور: Reuters

دا په افغانستان کې د کندهار د پېښي د غندنې په موخه لومړنی لاریون دئ. مظاهره کوونکو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او له ځان سره ئې داسې شعارونه لیږدول چې پکښي د کندهار د پېښي د قاتل د محاکمې غوښتنه شوې وه. یو شمیر مظاهره کوونکو همداراز د بارک اوباما یوه مجسمې ته اور ورته کړ.

یو مظاهره کوونکي چې سردار ولي نومیږي اسوشیتد پرس ته وویل چې هغه د کندهار د پېښي د غندلو له پاره راوتلی دئ. هغه زیاته کړه:«موږ د یوه ظالم امریکایي سرتیري له خوا د بیگناه ماشومانو او ښځو د وژلو پر وړاندې مظاهره کوو.»

سردار ولي زیاته کړې ده چې دغه سرتیری باید علني محاکمه شي. د جلال آباد د ښار مظاهره تر دوو ساعتونو وروسته په سوله ييز ډول پای ته ورسیدله.

د کندهار د پېښي په اړه لا تر اوسه پوري تاوتریخوالی نه دئ رامنځ ته شوی. تر دې مخکي د بگرام په زندان کې د قرآن شریف د سوځولو پېښي پر وړاندي په افغانستان کې له تاوتریخوالي څخه ډکي مظاهري وشوي چې په پایله کې ئې ډیر شمیر کسان ووژل شول.

امریکایي چارواکو رپوټ ورکړی دئ چې دغه امریکایي سرتیری د یکشنبې په ورځ په پنجوايي ولسوالۍ کي له خپلي اډې څخه ووت او په درو کورونو کي ئې د ښځو او ماشومانو په گډون ۱۶ تنه ووژل.

تر دې وروسته بیا دغه امریکایي سرتیري د پېښي د ځینو قربانیانو مړي په یوه ځای کې سره راغونډ کړي او اور ئې ورته اچولی دئ.

د امریکا د دفاع وزارت او سپیني ماڼۍ ویلي دي چې د کندهار د پېښي عامل به د امریکا په یوه پوځي محکمه کي محاکمه شي.

اسوشیتد پرس، فرانس پرس/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل