1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په لوی محبس کي بنديانو خولې گنډلي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

دغه بنديان وايي چي دوى ځکه له( اپريل ۲۸) راهيسي د نه خوړلو اعتصاب کړى دئ چي د زندان ساتونکو د تلاښۍ پر مهال د قرانکريم عزت نه دئ کړى.

https://p.dw.com/p/14mlT
انځور: AP

د روزي محمد په نامه يو تن د بنديانو په استازيتوب د تليفون پر ليکه په کندهار کي دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته ويلي دي چي دغه اعتصاب به تر هغه وخته روان وي چي د پيښي عاملانو ته سزا نه وي ورکړل سوې:

«سياسي بلاک ته عسکر راغلي وو تلاښۍ ئې کوله بيا مسجد ته له بوټونو سره راغلي او د قرانکريم يوه نسخه په پښو ځني وهل سوې ده او رحيل ئې مات سوى دئ. پردې باندي د بنديانو احساسات راوپارېدل او يو شمير کسانو خولې هم تړلي دي.»

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي، چي په محبس کي ټول محافظان افغانان دي او افغانان هيڅکله د قرانکريم خداى مه کړه توهين نه کوي. د نوموړي په خبره له دې اوازې څخه بنديان غواړي چي سياسي ګټه پورته کړي:

«هيڅ کس د قرانکريم سپکاوى نه دئ کړى، ځکه په محبس کي ټول دولتي کسان افغانان او کلک مسلمانان دي دا د دوى يوه سياسي انګيزه ده اوغواړي له دې لاري نوري ګټي پورته کړي.»

د زندانيانو استازي بيا وايي چي له پيښي څخه وروسته د پوليسو او بنديانو تر منځ شخړه او د سپکو وسلو ډزي رامنځته سوې، چي په خبره ئې په دې ترڅ کي ٣تنه بنديان ټپيان سوي دي:

«له پوليسوسره بنديان لاس اوګريوان سول او له برجونو څخه د کلاشنکوف ډزي پر بنديانو وسې، چي په نتيجه کي ئې ٣ تنه بنديان ژوبل دي او لاتراوسه روغتون ته نه دي وړل سوي.»

د والي وياند جاويد فيصل د جګړې او ژوبلي خبره نه مني، زياتوي چي د محبس امنيتي مسئولانو غوښتل چي يو شميرسياسي بنديان د ځاى د کمووالي له امله کابل ته انتقال کړي. اوس بنديانو د يوې پلمې په توگه د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی دئ.

لاکن د زندانيانو په استازيتوب روزي محمد د کابل له انتقال څخه ناخبري ښيي او وايي په کندهار محبس کي ددوى له پاره د اوسيدو ځاى پراخ دئ او په خبره ئې دوى غواړي چي په همدې زندان کي خپل د بنديتوب وخت تيرکړي.

په کندهارمحبس کي نژدې٢٠٠٠کسان د بېلابېلوجرمونو په تور بنديان دي، چي د مسئولانو په خبره ئې له دې ډلي څخه تر شپږسوه زيات ئې سياسي بنديان دي.

دغه محبس په تيرو څو کلونو کي دوه واري داسي مات سوی دئ چي په سوونو سياسي او جنايي بنديان په تېښته ځني بريالي سوي دي.

له دغه زندان څخه د ۲۰۱۱ کال د اپريل د مياشتي پر ۲۴ نېټه شاوخوا ۴۵۰ تنه بنديان د يو نغم له لاري په تېښته بريالي سول.

محمد ابراهم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زیارمل