1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په چاودنو کي ۱۳ تنه وژل سوي او ۲۵ نور ټپيان دي

۱۳۹۰ دی ۱۳, سه‌شنبه

د کندهار محلي چارواکي وايي چي د هغه ښار په درو جلا جلا چاودنو کي چي يوه ئې تر غرمې مخکي او دوې ئې ماښام مهال يو په بل پسي تر سره سوي دي سخته مرگ ژوبله ئې اړولې ده.

https://p.dw.com/p/13dKk
په کندهار کي د يوې بلي پيښي انځور
په کندهار کي د يوې بلي پيښي انځورانځور: AP

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي په لومړۍ چاودنه کي چي ځانمرگي بريد وو د يوه پوليس په گډون ۵ تنه ووژل سول او په دوو نورو چاودونو کي، چي ماښام مهال يو په بل پسې ترسره سوې چي د درو پوليسو په گډون ۸ تنه پکښي وژل سوي دي.

د لومړۍ پيښي جزييات

عيني شاهدان وايي دا پيښه داسي مهال رامنځته سوه چي په سيمه کي سرحدي او ملي پوليس هم موجود ول.

د سيمي يوتن دوکاندار چي د بريد پرمهال په سيمه کي وو، وايي يو شمېرکسان ئې وليدل چي په وينو لړلې پراته ول، خو کره شمېره ئې نه ده ورته معلومه چي څو وژل سوي او څو ټپيان دي.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا وايي چي تر اوسه پور دوى ته ٢٠تنه مړي او ټپيان ور وړل سوي دي.

«موږ ته شل تنه زخميان او شهيدان را وړل سوي دي چي په وژل سوو کسانو کي يو پوليس او په ټپيانو کي ٣ تنه پوليس هم شامل دي او نور پاته ټول ولسي وګړي دي.»

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله هم د پيښي د تاييد تر څنګ وايي پيښه د پوليسو د تلاښۍ پرځاى هغه مهال رامنځته سوه، چي کله پوليسو د دريدو ږغ ور باندي وکړ، له دې سره سم ځانمرګي خپل ځان ته چاودنه ورکړه او يادو کسانو ته پکښي مرګ ژوبله واوښتله.

کندهار والي توريالي ويسا ياده پيښه غندلې ده او د يوې خبرپاڼي له لاري ئې د وژل سويو او ژوبلو کسانو کورنيو ته د غمرازۍ مراتب وړاندي کړي دي.

دا په داسي حال کي ده چي دوې ورځي مخکي په ميوند ولسوالۍ کي د ملي اردو سرتيرو ٢تنه ځانمرګي بريد کوونکي د يوې عرادې چارج سوي کرولا موټر سره د نيولو خبر ورکړى وو.

تردې ګړيه پوري وسله والو طالبانو د دواړو پيښو په اړه رسنيوته څه نه دي ويلي او نه هم کومي بلي ډلي د پيښي مسئوليت پرغاړه اخيستی دئ.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل