1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار پوهنتون په لسونو استادان برمته سوي دي

مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د کندهار پوهنتون په لسونو استادان کابل ته د تلو پر مهال په غزني ولایت کې برمته شوي دي. په دې پېښه کې د پوهنتون یو تن استاد ټپي شوی هم دی چې د چارواکو په خبره روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ نه دی.

https://p.dw.com/p/1CFMZ
انځور: DW

د کندهار د والي ویاند دواخان مينه پال د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۱۰) له دويچه ويله سره په خبرو کي تائید کړه چې د دغه ولايت د پوهنتون نزدې ۳۵ تنه استادان کابل ته د سفر پر مهال د غزني ولایت په اړونده سيمه کي د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوي دي.

د غزني د والي ویاند شفیق ننگ صافي، هم له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې پيښه تائيد کړه او ويې ويل: «نن سهار د کندهار پوهنتون استادان چې شمیر یې د دیرشو او څلوېښتو تنو په منځ کې وو د کابل پر لور روان ول چې د غزني ولایت د اندړو او قره باغ ولسوالیو په منځ کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شول.»

صافي روښانه کړه چې د پوهنتون استادان په یوه ۲۰۳ ډوله موټر کې سپاره ول چې د «وسله والو طالبانو» له خوا ورباندي فيرونه شوي او بیا پکښې سپاره کسان برمته شوي. د دغه افغان چارواکي په حواله په پیښه کې د پوهنتون یو تن استاد ټپي شوی هم دی چې روغتیایي وضعیت یې اوس ښه دی: «یو کس سطحي زخمي هم وو چې د غزني ولایت روغتون ته راوړل شوی دی او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.»

وياند زياته کړه چې وسله والو طالبانو په موټر کي سپاره نور ټول کسان له ځان سره یوه نامعلومه ځای ته بېولي دي. د هغه په خبره اوس د غزني ولایت د قومي مشرانو په مرسته د برمته شویو کسانو د آزادولو هڅې پیل شوې دي: «اوس خو سیمه ییزو مشرانو د برمته شویو کسانو د آزادولو له پاره خپلې هلي ځغلي پیل کړي دي.»

د کندهار ولایت د والي ویاند دوا خان مینه پال، په کندهار کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چې برمته شوي کسان چې ډیری یې د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی استادان ول خپلو کورونو د شپږ ورځنيو رخصتیو تیرولو په موخه روان ول.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې یوې بلي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي روښانه کړې ده چې دغو استادانو د کندهار پوهنتون له رئیس سره د ستونزو تر پیدا کېدو وروسته اعتصاب کړی وو او د دوشنبې په ورځ يې د پوهنتون ازموينه هم نه ول اخيستې. غي سرچیني زیاته کړې ده چې برمته شوي استادان کابل ته د لوړو زده کړو له وزير سره د ليدني له پاره روان ول.

د غزني د والي ویاند هم دا خبره منلې ده چې برمته شوي استادان د لوړو زده کړو له وزیر سره د لیدنې په موخه مرکز ته روان ول. تر اوسه لا کومي ډلي د دغو استادانو د برمته کولو مسئولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب