1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار څلور ولسوالۍ روغتيايي اسانتياوي نه لري

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د کندهار د عامي روغتيا مسئولان وايي چي تردې مهاله دوى د نا امنيو او ځينو نورو ستونزو له امله نه دي توانيدلي چي د ميانشين، غورک، ريګستان او ښوراک په ولسواليو کي خلګو ته روغتيايي اسانتياوي برابري کړي.

https://p.dw.com/p/14qiU
انځور: AP

د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا وايي نه يوازي په دغو څلورو ولسواليو کي، بلکي په نورو ولسواليو کي هم روغتيايي مرکزونه د يادولو وړ ځيني ستونزي لري:

«پردې څلورو ولسواليو سربيره په نورو ليري پرتو سيمو او ولسواليو کي زموږ روغتيايي څانګي د مسلکي ډاکټرانو د نه شتون او يا په هغه سيموکي د ډاکټرانو له پاره لږمالي امکانات هغه څه دي، چي زموږ د کارونو په وړاندي ئې خنډونه جوړکړي دي.»

د يادو څلورو ولسواليو اوسيدونکي خپل ناروغان د درملني په موخه کندهار ښار يا هم پاکستان ته بيايي.

له غورک او ريګستان ولسواليو څخه دوه تنه چي خپل ناروغان ئې په کندهار ښارکي ميرويس روغتون ته راوستلي دي وايي چي ددوى له پاره به ترټولو ښه خبره داوي چي په خپلو ولسواليو کي ورته روغتيايي سهولتونه برابر سي:

«زموږ ناروغان کندهار يا پاکستان ته پرلار باندي د اوږد مزل له امله مري ،دولت ته په کارده چي زموږ ږغ واوري او له دغو مشکلاتو مو خلاص کړي.»

د کندهار د عامي روغتيارئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا هم وايي چي په روان نوي لمريزکال کي ئې تر ټولو لومړۍ هڅه داده چي په يادو لسواليو کي کلينکونه پرانيزي.

دده په خبره وروسته بياغواړي چي د کندهار ولايت د ټولو روغتيايي مرکزونو شميره ډېره کړي.

نوموړى وايي په کندهار ښاراو يو شميرولسواليو کي شته روغتيايي مرکزونه لکه څنګه چي په کارده د کندهارد ناروغانو له پاره بسنه نه کوي:

«هرڅومره ژر چي کيداى سي غواړو په دغه کال کي د کندهار ټولي ولسوالۍ ترخپل روغتيايي پوښښ لاندي راولو او په دوهم قدم کي د شته روغتيايي مرکزونو تعداد زيات کړو، ځکه دغه اوسني کلينکونه د ټول کندهار ولايت له پاره بسنه نه کوي.»

د کندهار د روغتيا مسئولان وايي، چي دا مهال په کندهار کي په سلو کي ٦٠ وگړي روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى لري چي د هغو ډېره برخه په کندهار ښارکي اوسيږي.

د رپورټ تر بشپرېدو پوري موهڅه وکړه چي په کابل کي د روغتياله وزارت څخه هم په دې اړه نظر واخلو لاکن ونه توانيدو.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل