1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندوز والي: دلته د الماني پوځ مأموريت بې اغيزي دی

۱۳۸۸ دی ۲۵, جمعه

د کندوز والي محمد عمر په هغه ولايت کي د جرمني د پوځ فعاليت بې اغيزي بللی او پر هغه باندي يې سختي نيوکي کړي...

https://p.dw.com/p/LWXE
د کندوز والي محمد عمر د الماني عسکرو سره د خبرو پر مهال
د کندوز والي محمد عمر د الماني عسکرو سره د خبرو پر مهالانځور: DW

ده دطالبانوپه پام کي نيولو سره ويلي دي، چي موږ يو دښمن لرواو پوهيږو،چي موږ وژني،خو زموږ الماني ملګري په خپلو سترګو دا ويني مګرموږ نه بچوي. اوس مجبوره يو، چي له خپلو امريکايي ملګرو څخه وغواړو،چي موږ بچ کړي.

محمد عمر په عين وخت کي د تير سپتمبر په مياشت کي د الماني ډګروال په امر سره دشوي بمبارۍ ملاتړ کړی. په کندوز کي د المان د اردو وياند يورګن مرتينز ددي هيواد خبري آژانس ته ويلي دي، چي په دې تيرو مياشتو کي مو له افغانی عسکرو سره په ګډه دکندوز په ساحه کي يو لړ عمليات کړي دي. زموږ په نظر لدې امله په کندوز کي امنيتي وضعه ډيره ښه شوې ده. الماني عسکر له افغاني عسکرو سره ډير ښه ګډ کارکوي.

نوموړي وياند زياته کړې ده، چي دابيخي دتفاهم وړده چي دکندوز والي په خپل طرز سره دامريکايانو لخوا دپوځ دپیاوړي کولو ښه هرکلی کوي. محمد عمر او د کندوز ولايتي شورا غوښتنه کړې ده، چي دهغو 30 زره امريکايي نورو عسکرو له جملې څخه چي افغانستان ته رااستول کيږي 3000 په کندوز کي ځای پر ځای کړاي شي. ځکه که د تروريزم له منځه وړل په پام کي وي بايد پدي برخه کي جدي اقدام وشي.

ده ويلي دي، ممکن الماني عسکرو غوښتل چي د طالبانوپر ضد اقدام وکړي خو مرکزي پارلمان يي په لاه کي خنډونه جوړوي. ځکه، چي نوموړي پارلمان نغواړي چي که له پاڅونکونکو سره جګړه وشي، ددوي عسکر پکښي ووژل سي. محمد عمرزياتوي: «په نوموړي ولايت کي امنيتي وضعه دامريکايي او افغاني عسکرو دعملياتو له امله ښه سوې ده. الماني عسکرو پدې برخه کي کومه اغيزه نده لرلي نو ددي لپاره بايد د کندوز دوضعي غم هغه هيوادونه چي فعاليت يي اغيز ناک دي وخوري.» دنورو 30زرو امريکايي عسکرو له جملې څخه به ستره برخه دافغانستان په جنوبي او ختيځو ناکراره سيمو کي ځای پر ځای کړای سي. شمال ته به دهغوکم شمير چي لا دقيق معلوم ندي واستول شي.

عمر زياته کړې ده، چي دی په کندوز کي 1500 کسو افغاني پوليسو ته اړتيا لري، او ويلي يي دي، چي ده يو کال پخوا له المانيانو سره پدي اړه خبري کړي دي،خوله هغه وخت راهيسي په وضعه کي کوم بدلون ندي راغلی. د همدې لپاره په دي ولايت کي د طالبانو پر ضد د قامي مليشه وو ګمارل پر ځای دي. ځکه چي موږ کومه بله چاره نلرو.

نوموړي، زياته کړې ده، چي المانيان بايد ددې پرځای، چي هغه پيسي چي دبيارغوني لپاره له المانه راځي په ټول افغانستان وويشي د کندوز د ولايت په بيا رغوني باندي چي مسوليت يي لري ولګوي. په دې منځ کي په کندوز کي د ناټو د سپتمبر د مياشتي دبمباريو د تاوان د ورکولو په مسله کي د قربانيانو دپاتي کسانو، او د تاوان رسيدلو کسانو وکيل کريم پوپل ويلي دي، چي بنسټيزي موافقي شوي دي ده داخبره چي په زوره يي له نومړو کورنيو څخه وکالت خطونه اخيستي او داچي ځان يي دالمان نماينده معرفي کړی دروغ بللي دي.

ده ويلي دي چي مرستي به يو ځل د ژمي د بيړنيو مرستو په بڼه کي وشي، اود اوږدي مودي مرستي به د پرو ژو په بڼه کي وي چي، دا پروژي به د یتيم خاني جوړوړول، دمالدارۍ اکوپراتيف، د کرني د ځمکي اخيستل او د قالينو د اوبدلو دستګاه وي.

ددفاع د وزارت يو وياند ويلي دي، چي پوپل به ددوی دخبرو دمقابل لوري په توګه پاته سي، ځکه چي ثابته کړې يې ده چي، د نوموړو تاوان رسيدلو کسانو نماينده دی.

dpa/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل