1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوریايي يرغملو د ازاد يد ولړۍ روانه ده

۱۳۸۶ شهریور ۷, چهارشنبه

طالبانو د جنوبي کوريا د 19 تنو برمته سويو څخه 12 تنه نن په غزني ولايت کي خوشي کړل.

https://p.dw.com/p/DK8i
د رې تنې يرغمل مېرمني لومړی نن سهار په غزني کي ازادي سوې
د رې تنې يرغمل مېرمني لومړی نن سهار په غزني کي ازادي سوېانځور: AP
د غه کسان نن له سهار څخه بيا د ورځي ترپايه پوري په د رو پړاونو کي خوشي او په غزني کي د سره صليب ادارې ته وسپارل سول.
په آزاد و سوو کسانوکي لس تنې ښځي د ي. لومړی نن سهار د رې تنې مېرمني، ورپسې څلورتني مېرمني او يو نارينه له غرمې وروسته او څلور تنه نور مازيگر په غزني کي د سره صليب کارکونکو ته وسپارل سول
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکي 23 تنه کوريايان چي له کندهار څخه کابل ته روان وه د غزني په سيمه کي يي سرويس موټر د وسلوالو طالبانو لخوا تر د رولو وروسته برمته سول، چي له دې جملې څخه يي د وه تنه په لومړيو ورځو کي ووژل او لس ورځي مخکي د رې تنې مېرمني چي ويل کيدل روغتيايي حالت يي ښه د ډاډ وړ نه وو خوشي سوې.