1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوریا د احتمالي جګړې په صورت کې څوک د چا ملاتړ کوي؟

۱۳۹۶ مرداد ۲۰, جمعه

په داسې حال کې چې د شمالي کوریا او امریکا تر منځ ترینګلتیا ورځ تر بلې ډیریږي، چین ښايي د یوې جګړې په صورت کې له پیانګ یانګ څخه مشروط ملاتړ وکړي. واشنګټن هم خپل ملاتړي موندلي. خو آلمان او ناټو به څه وکړي؟

https://p.dw.com/p/2i345
Nordkoreanischer Raketentest Nordkorea Rakete
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA

په داسې حال کې چې د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو تر منځ ترینګلتیا ډیره شوې ده، هیوادونه پریکړه کوي چې د یوې احتمالي جګړې په صورت کې د چا تر څنګ ودریږي. شمالي کوریا توانیدلې ده چې په چین کې یو څه مشروط ملاتړ ترلاسه کړي.

د چین د دولتي رسنې ګلوبل ټایمز، په یوې تبصرې کې راغلي دي: «که امریکا متحده ایالات او سویلي کوریا پر شمالي کوریا باندې برید وکړي او په دې ترتیب سره د دې هیواد د رژیم د ړنګولو او په کوریا ټاپو وزمه کې د سیاستي جوړښت د بدلون وهڅه وکړي، نو چین به د دې کار مخه ونیسي.»

خو دغې ورځپاڼې بیا خپل هیواد ته داسې سپارښتنه چې په هر صورت کې دې د پیانګیاګ تر څنګ ودریږي، نه ده کړې. په ورځپاڼه کې راغلي دي: «خو چین باید دا خبره واضحه کړي چې که پیانګ یانګ لومړي پر امریکايي خاورې باندې توغندي وتوغوي او د هغه پر وړاندې واشنګټن غبرګون وښيي، نو په دې صورت کې به چین بې طرفه پاتې شي.»

Infografik Militärisches Kräfteverhältnis in Ostasien ENG

د چین د بهرنیو چارو وزارت تیره اوونۍ له امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا څخه وغوښتل چې د یو بل پارونه بنده کړي، وضعیت یو څه آرامه کړی او بیرته خبرو اترو ته سره کښیني.

نور هیوادونه د چا تر څنګ دریږي؟

خو ځینو نورو هیوادونه بیا غوره کړې ده چې د یوې احتمالي جګړې په صورت کې به څه کوي. د استرالیا لومړي وزیر مالکولم تورنبال، د خپل هیواد یوې راډیو ته ویلي دي چې «هیواد به یې د امریکا تر ټولو بیاوړی متحد وي».

هغه ویلي دي: «راځئ چې په دې اړه ډیرې واضحه خبرې وکړو. که شمالي کوریا پر امریکا باندې یو برید وکړي، په دې صورت کې به د ANZUS تړون عملي شي او استرالیا به د امریکا مرستې ته ودانګي.»

جنوبي کوریا هم ویلي دي چې سویل او واشنګټن چمتو دي چې شمالي کوریا ته د پارونو په خاطر سزا ورکړي. د جاپان د دفاع وزیر هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې توکیو هیڅ کله هم دغه شان پارونې نه شي ځغملی.

آلمان او ناټو به څه وکړي؟

په داسې حال کې چې آلماني چارواکو د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د یوه ډیر جدي وضعیت د رامنځ ته کیدو په هکله خبرداری ورکړی دی، لا تر اوسه پورې یې د یوې احتمالي جګړې په صورت کې له امریکا څخه خپل ملاتړ نه دی اعلان کړی.

خو د ناټو د تړون له مخې، که امریکا متحده ایالات د دې تړون پنځمه ماده عملي کړي، نو آلمان یې باید مرستې ته ورودانګي. د دې مادې له مخې که د ناټو یو غړی تر برید لاندې راشي، نور غړي یې باید مرسته وکړي.

تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي وو چې که شمالي کوریا پر امریکا باندې برید وکړي نو له «اور او غوسې» سره به مخامخ شي. هغه بیا وروسته دا هم وویل چې دغه خبرې ښايي د شمالي کوریا پر ضد په کافي اندازه سختې نه وي. خو نور امریکایي چارواکي بیا د یوې احتمالي جګړې عواقب «له لوی مصیبت سره مل» بولي.