1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوزوفو مسلمانان د فرانکفورت حمله غندي

۱۳۸۹ اسفند ۱۳, جمعه

د کوزوفو خلکو د آلمان د فرانفکورت په هوايي ډګرکي د يو 21 کلن کوزوفويي ځوان له خوا د دو امريکايي سرتيرو د وژلو په هکله خواشيني څرګنده کړه. د کوزوفو په سلو کی 90 خلک مسلمانان دی

https://p.dw.com/p/R6Ju
د فرانکفورت په هوایی ډګر کی د متحده ایالاتو پر سرتیرو باندی د وروستی حملی پیښی انځور
د فرانکفورت په هوایی ډګر کی د متحده ایالاتو پر سرتیرو باندی د وروستی حملی پیښی انځورانځور: dapd

د کوزوفو د کورنيو چارو د وزير ريدشيپي د پاره دا کار بل کل د منلو وړ نه بريښي چې د کوزوفو يو تابعيت لرونکې دي امريکايې پو ځيان ويشتلي وي. هغه وويل: «دا يو ډير ناوړه او خونړي بريد وه ، دغه بريد د کوزوفو ټول وګړي په يو ژور انديښمن احساس کې اچولي ، ځکه چې امريکايان هغه خلک وه چې زمونږ سره يې په سختو وختونو کې زياتي مرستي کړي وي.»

په سلګونو خلکو د کوزوفو په پلازمينه پريښتينا او ميتروفيڅا کې د امريکايې پوځيانو د دغه ناوړه بريد په مناسبت د شمو بلولو په يو عمل کې ونډه واخسته او دغه کار يې يو جنايي عمل و ګاڼه ، يو ګڼ شمير د کوزوفو وګړو د امريکايې ولس او د قربانيانو سره خپله همدردي او خواخوږي په ډاګه کړه .

د کوزوفو پارلمان د قربانيانو په درناوي يو ښيبه چوپتيا غوره کړه. په کوروفو کې اسلامي ټولني ددغه بريد غندنه وکړه. د هغه هيواد د کورنيو چارو وزير يادونه وکړه: «مونږ دغه عمل يو خونړي او ناوړه عمل ګڼو ، په کوزوفو کې به داسي پيښي رامنځ ته شوي وي ، لکه د ناټو پوځيان چيري بر يو ماين ور برابر شوي وي ، او يا د ناټو پوځيان په يوه ترافيکي پيښه کې شريک وي، هغوي هيڅکله د تروريسيتي حملي هدف نه دي ګرځيدلي.»

د کوزوفو وګړي په سلو کي نوي مسلمانان دي ، خو تر اوسه پوري مذهب د کوزوفو او البانيې ټولني کې کوم مهم نقش نه لوبوي او نه هم په سياست کي لاس وهنه کوي.

خو د 1999 ميلادي کال د جګړو څخه راپديخوا چې کومه خاليګاه يا تشه رامينځ ته شويده ، د يو شمير اسلامي تشدد پسنده ګروپونو له خوا تر استفاده شوي تر څو خپلو فعاليتونو ته پکې وده ورکړي. د دغو فعالو ګروپونو څخه يوه ډيهر فعاله ډله د وهابيانو ده، چې په ښوونځيو ، جماعتونو او سرکونو کې را څرګنديږي. اکثره وخت د دوي عملي کارونه د زورزياتي سره جوخت وي . دوي د اسلامي ټولني په مقابل کې هم په کوزوفو کې د زور زياتي څخه کار اخستي دي.

اوس هغه وخت رارسيدلي دي چې د داسي يو ګروپ په مقابل کې ذمه وار قدم اوچت کړي شي، پدي هکله د اسلامي ټولني غړي ليماني داسي وايې : «د کوزوفو حکومت او د معارف وزارت بايد بي د ځنډ څخه د داسي ګروپونو په مقابل کې قدم اوچت کړي. هغه هلکان او نجوني چې د کوزوفو له بي وزلو کورنيو څخه راځي او په ختيزو هيوادونو کې په سبق بوخت دي . دوي د مختلفو رډيکال اسلامي ګروپونو له اړخه استخدام کيږي او دغه نظريي بيا کوزوفو ته راوړي.»

د کوزوفو د کورني چارو وزير پدي نظر ندي چې داسي د ترهګري بريدونه به تر سره په کوزوفو کي تر سره شي ، خو د داسي بريدونو مخنوي هم ګران کار بريښي. هغه وويل: «په نظرياتي ډول د داسي يو ترهګري بريد امکان هروخت شته دي ، خو تر اوسه پوري مونږ داسي يو بريد ندي ليدلي . زه فکر کوم چې دا يواحي د کوزوفو د حکومت نه ، بلکه د کوزوفو د د وګړو ذمه واري ده چې داسي ګروپونو ته اجازه ورنکړي.

هغه يادونه وکړه: « که مونږ وه وايو چې داسي ګروپونه مونږه تر پوره کنترول لاندي لرو. خو داسي نده ! بلکه مونږ هڅه کوه چې د داسي ګروپونو څارنه وکړو او د دوي د بريدونو پمخنيوي په خپل وخت سره وکړو. د داسي رډيکال ګروپونو څارنه يواځي د استخباراتي شبکو له لاري ممکنه نه ده.

کاني بهري/ ګرديوال

کتونکي: عبدالباري حکيم