1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کولمبیا د شخړې په اړه د سولې خبرې اترې تر سره کیږي

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه
https://p.dw.com/p/164pO

د کولمبیا کیڼ اړخه یاغیانو ویلي دي چې په راتلونکي میاشت کې به په اوسلو کې په لاتین امریکا کې د اوږدې مودې راهیسې د روان کړکیچ ته د پای د ټکي د ایښودو له پاره د سولې په خبرو اترو کې د ډز بندې غوښتنه وکړي. د یاغیانو د ډلې یوه تن قوماندان په کیوبا کې په خبرو اترو کې ویلي دي چې دوی به دا غوښتنه هم وکړي چې په متحده ایالاتو کې د دوی د ډلې بندی شوی یو مشر آزاد کړای شي تر څو د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي.

د یاغیانو د ډلې دغه مشر د نشه یي توکو د قاچاق او په غیر قانوني توگه د پیسو د لیږد په تور بندی دئ. د چهارشنبې په ورځ د کولمبیا ولسمشر د سولې د خبرو اترو له پاره یو شپږ کسیز پلاوی ټاکلی دئ چې مشري ئې د دغه هیواد د ولسمشر پخوانی مرستیال کوي. په پام کې ده چې د سولې د خبرو اترو دویم پړاو به د کیوبا په پلازمینه هوانا کې تر سره شي.