1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کونړ بزگران: د پاڼ او پړانگ تر منځ راگير يو

۱۳۸۹ تیر ۴, جمعه

دوئ وايي سږ کال بهرنيانو خبرادرئ ورکړی چي،په خپلو کروندو کي د جوارو فصلونه ونه کري او ددغه کښت څخه به په جدي ډول ډډه کوي...

https://p.dw.com/p/O38o
يو افغان بزگر د غنمو بادولو پر مهال
يو افغان بزگر د غنمو بادولو پر مهالانځور: AP

د دوئ په خبره ددې سره جوخت سيمه ايزو وسله والو طالبانو هم د سيمې کروندګرو ته ګواښ کړى چي،که جوار و نه کري نو و به يې وژني.

کونړ د جوارو د کښت دپاره مناسبه سيمه ده چي حاصلات يې پر دغه ولايت سربيره د ختيزي سيمي نورو ولايتونو ته هم وړل کيږي.

د ځايي خلکو په خبره بزګرو ته ويل سوي دي چي،لويو لارو ته په شاوخوا400 مترۍ کي به د جواروکښت نه کوي.

ددغه ولايت د نورګل د سيمي يو تن اوسيدونکی محمد خان د المان ږغ راډيو ته ويلي دي چي، بهرني سرتيري د جوارو کرونده د تګ را تګ پر مهال د ځان په وړاندي ددې امله ګواښ بولي چي د وسله والو طالبانو د غلچکيو بريدونو دپاره ښه پټنځاى به وي.

بله خوا با ولايتي چارواکي وايي چي، د خپلو زراعتي محصلاتو د لوړولو په موخه کروندګرو ته د جوارو داسي تخمونه ورکوي چي د ډيرو حاصلاتو پر ورکولو سربيره به يې لوړوالی تر يوه متره اضافه نه وي.

په کونړ کي په ټوليزه توګه د جوارو د پخوانیو زراعتي تخمونو کښت رواج دی چي تقريباًدو مترو ته يې د بوټي لوړوالۍ رسيږي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي رسنيو ته ويلي دي چي، دوئ د جوارو داسي تخم پيدا کړی چي قد يې ټيټ خو حاصل يې ډير دی.

د هغه په خبره ددغه تخم په کرلو سره به د بزگرو حاصلات نور هم ډير سي او د بهرنيو دغه ويره به هم ختمه سي.

خو يو شمېرکروندګر وايي که څه هم چي د جوارو د کښت موسم پر تيردودى ولي دوئ ته لا تر اوسه تخمونه په واک کي نه دي ورکړل سوي چي ولايتي چارواکي يې خبري کوي.

شمع احمدزی/ ننگرهار

کتونکی. زيارمل