1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کونړ د استناف محکمې رئيس په ننگرهار کي ووژل سو

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/1429B

د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کي د کونړ يو ولايتي قاضي او د هغه يوه اته کلنه ورېره په وسله وال بريد کي وژل سوي دي. د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ يوه چارواکي محمد حسن اسوشيېتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي وژل سوی کس محمد نصير نومېدئ او د کونړ ولايت د استناف محکمې رئيس وو.

ويل سوي دي چي وژل سوی کس له کونړ څخه ننگرهار ته د خپلوانو د ليدلو له پاره ورغلی وو چي په دغه کور دوه وسله وال ننوتل او د کور دننه يې ډزي وکړې. د چارواکو په وينا په بريد کي څلور ماشومان او د وژل سوي قاضې مېرمن هم ټپي سوې ده.