1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کونړ په ولايت کي شخصي بريښنا کوټونه

۱۳۸۹ بهمن ۱, جمعه

پداسي حال کي چي په افغانستان کي د بريښنا ستونزه پر خپل ځای پاته ده،په کونړ کي خلکو د خپلو شخصي امکاناتو په کار اچولو سره ځانو ته د بريښنا سهولتونه برابر کړي دي.

https://p.dw.com/p/QuFi
بريښناکوټونه ۲۴ ساعته فعاله وي
بريښناکوټونه ۲۴ ساعته فعاله ويانځور: picture-alliance/ dpa

د کونړ ولايت په بيچ او اسمار درو کي خلکو کوچنی بريښنا کوټونه جوړ کړي دي ،او د کلو خلکو ته يې د پيسو په بدل کي د اندازې وړ بريښنا ورکړې ده .

د کونړ ولايت اوسيدونکي وايي چي مخکي يې بريښنا نه درلوده. ځکه نو پدې برخه کي له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان وو .

خو اوس يې چي همت کړی او بريښنا يې جوړه کړې ،نو ډيري ستونزي يې حل شوي دي. ددغو وړو بريښنا کوټونو يو تن مسؤل محب الله دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل چي دولت ته يې ډيري چيغي ووهلې خو دولت ورته پدې برخه کي هيڅ ونکړل.

هغه وايي:« دا بندونه بې له تيلو بريښنا ورکوي. خلکو ته هم اقتصادي تماميږي ، او بريښنا يې هم ښه ده.اوس مونږ پدې برخه کي له ډيروستونزو څخه خلاص يو.»

پرويز چي بريښنا کوټ لري وايي:« موږ د خلکوڅخه په يونټ ديرش کلداري اخلو چي دا ډير ټيټ قيمت دی او بريښنا مو څليرويشت ساعته ده .»

دوی نه يوازي دا چي بريښنا يې برابره کړې ده ، د اوړو ژرندي يې هم جوړي کړي دي او خلکو ته يې ډيري اسانتياوي برابري کړي دي.

د کونړ ولايتي چارواکي هم د خلکو ددغه کار څخه راضي بريښي او وايي چي دا د خلکو پر اقتصاد مثبت تاثيرات اچوي.

اوسمهال په کونړ کي په دولتي کچه يوازي د اسد آباد بريښنا کوټ فعاليت کوي ، چي يوازي ځينو دولتي ودانيو او د ولايت مقام ته يې بريښنا ورکړي ده.

خو د کونړ چارواکي د تيرو شپږو کلونو راهيسي د دغه بريښنا کوټ د رغولو په ژمنو د اسد آباد ښار اوسيدونکي آراموي ،خو تردې دمه يې کوم عملي ګام ندی پورته کړی.

شمعه احمدزی/ ناصري

کتونکی : محمد قاسم نوري