1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوټي او کندهار تر منځ د بس موټرو تگ راتگ پيليږي

۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبه

د کندهار د ترانسپورت رياست مسئولين وايي، چي په نژدې راتلونکې کښي به له کندهار ښارڅخه د پاکستان د بلوچستان ايالات تر مرکز کوټي پوري د بس موټرونو په واسطه د مسافرو لېږ را لېږ پيل سي.

https://p.dw.com/p/15gAR

د ترانسپورت د مسئولينو په خبره د افغان مسافرينو د ډېرو شکايتونو پر بنسټ ئې دغه گام پورته کړى دئ.

د کندهار د ترانسپورت رئيس نجيب الله احمدي وايي، چي په دې لار کي د ځانگړو اسانتياو په موخه په کندهار کي د پاکستان له کونسلگرۍ سره ئې نه يوازي خبري کړي دي، بلکي خپلي موخي ته ډېرنژدي سوي هم دي.

«موږ هڅه کوو چي له پاسپورت څخه ماسوا يوازي د باډرپاس له لاري افغانان پاکستان او د پاکستان اوسيدونکي کندهارته راسي.»

احمدي هيله وښوده چي دا پروسه به اوږد مهاله وي او ورځ تربلي به په تگ راتگ کي اسانتياوي رامنځته کيږي.

د کندهار اوسيدونکي د ترانسپورت رياست دغه هڅي ستايي او وايي، چي په رښتيا به هم ددوى ډېري ستونزي را کمي سي. د ښاريانو په خبره لا تراوسه هم ددوى يو زيات شميرخپلوان د پاکستان د بلوچستان په کوټه او نورو سيمو کي د کډوالۍ ژوندکوي او دوى اړدي چي دغم او ښادۍ پر مهال هلته ولاړسي او ياهغوى دلته راولي.

دا يو ښه زيرى دئ چي يو څوک په کندهار کي موټر ته و خيژي او بېله کومي ستونزي د کوټي په ښار کي له موټرڅخه کښته سي:

«اوس پر ټوله لار په خاصه بيا پر سرحد باندي اوښتل خوراسخت دي، ښځي، کوچنيان او سپين ږيري په يخ، گرمي او دوړوکي ولاړ وي. که دا کار وسي زموږ ډيري ستونزي به حل سي.»

و مو غوښتل چي په دې اړه په کندهار کي د پاکستان د کونسلگرۍ نظرهم په راپور کي ځاى کړو خو هغوى له خبرو کولو څخه ډډه.

د چارو شننونکي د سپين بولدک ولسوالۍ له لاري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بس موټرونو تگ راتگ ته په ښه سترگه گوري خو له دواړو دولتونو څخه غوښتنه کوي، چي د امنيت ساتلو له پاره ئې هم کلکي هڅي وکړي.

د شننونکو په خبره يوازي د بس موټرونو تگ راتگ مهم نه دئ، بلکي د دې موټرونو څارل تر ټولو اړينه خبره ده. ځکه افغان حکومت او ډيری افغانان وايي، چي ترهگرۍ ته د پاکستان په خاوره کښي وده ورکول کيږي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل