1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوټي شورا غړي، او د ولسمشر د جعلي امضا کونکی نيول سوي

۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان د پټ څاري ادارې وياند لطف الله مشعل له يو شمير سيمو د طالبانو د کوټي د شورا د څو تنو کليدي غړو او په جلال اباد کي يو تن، د ولسمشر او نورو لوړپوړيو چارواکو د جعلي امضا په تور د نيولو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/12v1t
«د ځانمرګيو بريدونو يو بل طرح کوونکى له درييو ماشومانو سره نيولى دى.»
«د ځانمرګيو بريدونو يو بل طرح کوونکى له درييو ماشومانو سره نيولى دى.»انځور: picture-alliance/dpa

د کوټي شورا چي مشري يي د وسله والو طالبانو مشر ملا عمرکوي په افغانستان کي د بريدونو اصلي تنظيمونکې ډله بلل کيږي.

د افغانستان د پټ څاري ادارې وياند لطف الله مشعل تيره ورځ ناوخته په کابل کي خبريالانو ته پرته له دې چي دغه کسان وښيي او يا يې نومونه اعلام کړي وويل، چي د دغو کسانو په نيولو سره به د ترهګرو ډير پلانونه شنډ او شبکې به يې له مينځه ولاړي سي.

مشعل د افغانستان په شمال کي هم د يو شمير ترهګرو د نيولو خبره وکړ. هغه وويل چي د ملي امنيت رياست موظفينو يوه پنځه کسيزه ډله، چي د کندوز ښار د څلورمي امنيتي حوزېد امر په وژنه کي يېلاس درلود، نيولېده.

مشعل زياته کړه،چي دېکسانو په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يېدي،چي د ملاخيرالله او قاري غازي په دستور د يوه کړۍ ماين په مټ، د کندوز ښار د ملي امنيت د څلورمي امنيتي حوزي د امر ډګروال پاينده محمد موټر والوزاوه.

د ملي امنيت وياند همداراز وويل،چي ددېرياست منسوبينو د يوه بل اقدام په ترڅ کي د ځانمرګيو بريدونو يو بل طرح کوونکى له درييو ماشومانو سره نيولى دى.

مشعل وايي،چي نيول سوى تن نوروز نومول سوی اوهغه مهال چي غوښتل يېله درييو ماشومانو سره د نظامي زده کړو اوځانمرګيو بريدونو په اړه د زده کړو له پاره پاکستان ته ولاړسي،د خوست ولايت په سرحدي سيمو کيد دوی د ځواکونو لاس ته لويدلی دی.

د هغه په خبره، نيول سوي کس اعتراف کړی، چي دا ماشومان يي د حقانيترهګري ډليسره د يو ځای کيدو له پاره د پاکستان ميرانشاه ته روان کړي ول، چي د ملي امنيت د اجنټانو له لوري د خوست ولايت په يوه سرحدي سيمو کي توقيف سول.

همدرانګه د ملي امنيت د عمومي رياست وياند لطف الله مشعل د کوټي شورا د نيول سويو غړو له ډلي څخه د يوه په اړه وويل، چي ياد کس يې په هرات ولايت کي نيولی او غوښتل يي چي ځانمرګي بريدونه پلان کړي.

د سرچيني د معلوماتو له مخي،نيول سوى تن د کوټي شورا غړى دى،چي د هغه په نيولو سرهد څوځانمرګيو بريدونو او چاودنو مخه نيول سوېده.

مشعل څرګنده کړه،چي ياد تن تصميم درلود،څو د ژيړي په نوم ديوه بل تن په مرسته په هرات ولايت کي په يوه مهم دولتي ځاى ځانمرګى بريد ترسره کړي.

له دغه نيول سوي کس څخه وسلي اومهمات هم تر لاسه سوي دي.

د ملي امنيت ادارې وياند ويلي، چي يو بل تن يې بيا د ولسمشر کرزي او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو د جعلي امضا کولو په تور نيولی دی.

هغه وايي دغه کس چي عبدالوارث نوميږي او مشهور په اشنا دی، په جلال اباد کي په داسي حال کي د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نيول سوی دی، چي جعلي اسناد هم ور سره ول.

« دغه کس کولای سول، چي د ولسمشر، دفاع وزير، کورنيو چارو وزير د ترافيکو د رئيس او نورو مشرانو امضاگاني د کمپيوتر په واسطه جوړي کړي»

د مشعل په وينا نيول سوي کس خپل ځان د ولسمشر ددفتر«کامره مين» پيژانده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل