1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوټي پر کليسا بريد لږ تر لږه ۸ ووژل

۱۳۹۶ آذر ۲۶, یکشنبه

د پاکستان د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کي پر کليسا وسله وال بريد تر سره سو. په دغه بريد کي لږ تر لږه د ۸ انسانانو د وژل کېدو خبرونه رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/2pVHn
Pakistan Kirche Symbolbild
انځور: picture-alliance/Photoshot

پر کومه کليسا چي نامعلومو وسله والو کسانو بريد کړی دی، هغه د کوټي په زرغون روډ کي واقع ده. زرغون روډ د کوټي هغه سړک دی چي باندي د بلوچستان د ايالتي پارلمان تر څنګ يو شمېر نور مهم او حکومتي دفترونه او ودانۍ واقع دي. له همدې کبله زرغون روډ د کوټي ښار له تر ټولو زيات امنيتي اقداماتو لاندي سړک بلل کيږي. پر کومه کليسا چي بريد سوی دی هغه «بېتهل ميتهوډيسټ ميموريل چرچ» نوميږي.

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي د دغه بريد پخلی کړی دی. وزير ويلي چي بريد هغه وخت تر سره سوی کله چي د کرسمس څخه تر مخه په عبادتي لمانځنې روانې وې. د بګټي په وينا د بريد کوونکو شمېر څلور ؤ او هغوی د خپل بريد پېل په يوې چاودنې کړی ؤ.

عيني شاهدانو ويلي دي چي د دې څخه تر مخه چي بريدګر په ډزو پېل وکړي، هغوی يو ځانمرګی بريد تر سره کړ. د هغه وروسته وسله والو د موجودو امنيتي چارواکو سره د ډزو تبادله پېل کړه. ويل سوي چي پوليسو دغه سيمه کلابنده کړه او يو بريدګر چي د کليسا دروازې ته ولاړ ؤ په ډزو ووژلی.

د بلوچستان د کورنيو چارو د وزير په وينا کله چي امنيتي چارواکي د کليسا ساحې ته ورسېدل نو دوه بريدګر له کليسا څخه دباندي راووتل او وتښتېدل. زياته سوې چي د دغو بريدګرو تلاښ ادامه لري.

د ځايي امنيتي منابعو په حواله په دغه بريد کي په لسهاؤ کسان ژوبل سوي دي. د روغتون چارواکو ويلي چي ورته د وروړل سوو بعضو زخميانو روغتيايي حالت ډېر خراب دی. ډاکټرانو اندېښنه ښودلې چي ښايي د زخميانو څخه بعضي خپل ژوند له لاسه ورکړي او په دې توګه په دغه بريد کي د وژل سوو شمېر لا ډېر سي.

داعش د کوټي د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې.