1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوچنيانو حقوق اوس هم نه مراعت کيږي

۱۳۸۸ مهر ۱۴, سه‌شنبه

د1949 د بشر د حقوقو په اعلاميه کښي راغلي دي،چه ټول انسانان مساوي حقوق او آزادي ګاني لري .يعني دوی د نژاد،قوم ،ژبي،مذهب او نورو د لحاظه سره مساوي دي ،نو آيا د کوچنيانو په باب هم دغه اعلاميه صدق کوي

https://p.dw.com/p/Jz08
انځور: picture-alliance/ dpa

د ملګرو ملتو د کوچنيانود مرستندويه سازمان يونيسف مطبوعاتي ويانده هيلګا ددې دليل چه ولي د کوچنيانو د حقوقو په باب دغه تړون بايد تصويب سوی وای ،داسي بيانوي ،

« کوچنيان بالغ ندي ،اودوی ټول هغه کارونه نسي کولای چه لويان يې کوي . دوی خاصي حمايې ته ضرورت لري . او ځکه نو دوی يوه خاص داسي ماحول ته هم ضرورت لري ،چه دوی وساتي . اوددې دپاره لويان مسؤله دي چه دا کار وکي . ځکه نو دا ضروري ده ،چه کوچنيان خپل حقوق ولري ،تر څو بيا ددې غم وخوړلای سي ،چه هغه عملي هم کي . »

د تړون 54 مادې د اولي پلا دپاره د کوچنيانو سياسي - ولسي ،کلتوري ، اقتصادي او اجتماعي حقوق د يوه بين امللي تړون سره ضميمه کړل .

د کوچنيانو ددغي حقوقي معاهدې پر اساس د مځکي د کرې ټولو تر 18کلو کښتو اوسيدونکو ،د ژوندي پاته کيدلو ،پرمختګ او حمايې ليکلي حقوق پلاس راوړل .

د ملګرو ملتو د پيدايښت ،يعني 1945 کال راهيسي د ډيرو بين امللي قراردادو تر څنګ چه تصويب سوي دي ، د کوچنيانو د حقوقو په باب تړون لږ تر لږه د کاغذ پر مخ تر ټولو په لوړ موقعيت کښي قرار لري . د يونيسف مطبوعاتي ويانده په دې باب وايي،

«د ملګرو ملتو د کوچنيانو د حقوقو تړون هغه تړون دی ،چه تر ټولو ژر او د اکثريت هيوادو لخوا تصويب سو . د امريکا د متحده ايالاتو څخه نيولې تر سوماليا پوري ټولو دغه معاهده امضأ کړيده ،او دا په دې معنی چه تړون هلته اعتبار لري . »

دا وايي چه د تړون عملي کول بيا په ټولو هيوادو کښي يو ډول ندی ،

«د يوه طرفه د کوچنيانو د حقوقو د مراعتولو دپاره شعور لوړ سوی دی . په دې منځ کښي داچه کوچنيان دي عسکرۍ ته وليږل ،يا ورباندي تيری وسي ،او يا سخت کارونه دي ورباندي وسي ، ورته د جرم په حيث کتل کيږي . خو دا طبعأ هغه پرابلمونه دي ،چه تر اوسه پوري لا هم ندي حل سوي ، او موږ بايد نور هم په دغه لار کښي ډير کار وکو . »

Deutschland UN UNICEF Kinderrechte sind Menschenrechte Kinderrechtskonvention
انځور: picture-alliance/ dpa

د کوچنيانو د حقوقود نقضولو او د هغوی د استثماريدو سره د مبارزې په خاطر په دې منځ کښي د کوچنيانو پر تړون دوې نوري ضميمې هم وراضافه سوي دي ،چه يو يې د عسکري خدمت ته د هغوی د جذبولو او بله يې د انسانانو د قاچاق او فحشأ ته د مجبوره کولو پر ضد ده .

خو دغه ضميمې تر اوسه پوري د ټولو دولتو فقط دريمي حصې امضأ کړي دي .

د لويانو په نسبت کوچنيان خاصتأ د ايدس د مرض سره د مبارزې په لار کښي ډير متضرر دي . دا خبره د هغه مشترک رپوټ څخه ښکاريږي چه د 2009عيسوي کال په سپتامبر کښي د يونيسف، د جهاني روغتيايي سازمان او د ملګرو ملتو د ايدس د پروګرام لخوا نشر سو .

د رپوټ پر اساس هغه کوچنيان چه په دغه مرض اخته دي ،په ټوله دنيا کښي نسبت لويانو ته لږ طبي مرسته پلاس راوړي . او دا هم پداسي حال کښي چه ددوا جوړولو فابريکو د يونيسف او نورو سازمانو د فشار له کبله د هغوی دپاره د ايدس مخصوصي دواوي توليد کړي هم دي . نو دا دا معنی چه د کوچنيانو حقوق 20کاله ددوی د حقوقو په باب د تړون تر امضأکولو وروسته لا هم سم ندي تطبيق سوي ؟ نود يونيسف مطبوعاتي ويانده هغه پدې دليل چه ډير شيان پلاس راغلي دي ،داسي نه بولي ،خو بيا هم وايي :

«د هر دوهم کوچني سره په دنيا کښي ناحقي کيږي . ډيريو ته لا ضروري شيان لکه پاکي اوبه ،سرپناه ،مکتب او يا پوره غذا نه رسيږي . »

يونيسف بيره لري چه دغه خراب حالت کيدلای سي ، د بين امللي اقتصادي بحران پواسطه نور هم خراب سي . او په همدې خاطر بايد د کوچنيانو څخه اوس په خاص ډول حمايه او ملاتړ وسي .

اندرياس/

کتونکي : محمد قاسم نوري