1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوچنيانو د کار پرضد د لا سختي مبارزې غوښتنه

حسين سيرت/ دويچه ويله۱۳۹۲ خرداد ۲۲, چهارشنبه

ملګرو ملتونو د کوچنيانو د کار پر ضد د لا سختي مبارزې غوښتنه کړې ده. د کار نړیوال سازمان ویلي دي چي اوس په نړۍ کي نزدې ۱۰،۵میلیونه کوچنيان غلامۍ ته ورته شرایطو لاندي کار کوي.

https://p.dw.com/p/18o6W
GettyImages 104123547 HERAT, AFGHANISTAN - SEPTEMBER 15: Afghan boys work at a factory that makes bricks used for construction September 15, 2010 in Herat, Afghanistan. It's been reported that at least 250 million school-aged children are child laborers for low wages and in hazardous conditions in Afghanistan. (Photo by Majid Saeedi/Getty Images)
Afghanistan Kinderarbeit in Backsteinfabrikانځور: AFP/Getty Images

ملگرو ملتونو د کوچنيانو د کار پر ضد د مبارزې د نړیوالي ورځ د لمانځلو پر مهال ويلي دي، چي کوچنيان د نورو سختو کارونو تر څنگ د نورو ماشومانو او زړو خلکو د ساتني په برخه کې په شاقه کارونو بوخت دي. د دغو کوچنيانو ډیره برخه په غریبو هیوادونو کي ده.

دې سازمان ویلي دي چي د دغو کوچنيانو له ډلي څخه ډیر شمیر یې له فزیکي، رواني او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخیږي. د کار د نړیوال سازمان په حواله د کارګرو ماشومانو په ډله کي اووه میلیونه یې تر ۱۵ کلونو کم عمر لري.

په ټوله نړۍ کي نزدې ۲۱۵ میلیونه کوچنيان په کار بوخت دي چې په ځینو مواردو کي یې د کار شرایط ډیر سخت وي.

په افغانستان کي تر يو ميليون ډير کوچنيان په کار اخته دي. هغه کارونه چي دغه کوچنيان کوي د دوی تر توان تير دي. افغان حکومت وايي، چي د کارگر کوچنيانو د ستونزي د حلولو له پاره ئې يوه ستراتيژي جوړه کړې ده.

افغانستان کي ډير کوچنيان د کور له پاره د ډوډۍ برابرونکي دي
افغانستان کي ډير کوچنيان د کور له پاره د ډوډۍ برابرونکي ديانځور: AFP/Getty Images

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چي په دغه هيواد کي ۱،۲ ميليونه کوچنيان کار کوي. د دغه وزارت وياند وايي، چي په افغانستان کي ۶ ميليونه کوچنيان له ستونزو سره مخامخ دي چي له دې ډلي څخه ۱،۲ ميليونه ئې کارگر دي.

دغه وزارت وايي، چي د کوچنيانو د ستونزو د لمنځه وړلو له پاره ئې يوه ستراتيژي جوړه کړې ده چي له دولتي جودجې څخه به تمويل سي. د دغه وزارت وياند محمد علي افتخاري وويل:

«لنډه مهاله پروژې نسي کولای چي د کوچنيانو په مخ کي پرتې ستونزي له منځه يو سي. ځکه دغه شان پروژې يوازي شپږ مياشتي يا يو کال دوام کوي، ځکه نو د يوې ستراتيژۍ جوړول ډير مهم دي.»

خو په افغانستان کي د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چي افغانستان د کوچنيانو د حقونو کنوانسیون منلی دی خو دغه کنوانسيون په سمه توگه نه عملي کيږي. د دغه کنوانسيون له مخي کوچنيان بايد، روغتيايي خدمتونو، تعليمي، تفريحي او سالم ژوند ته لاس رسی ولري.

غريبي کورنۍ له کوچنيوالي غواړي خپل اولاد ته يو کسب ور زده کړي
غريبي کورنۍ له کوچنيوالي غواړي خپل اولاد ته يو کسب ور زده کړيانځور: DW/H. Sirat

د بشري حقونو د ساحوي دفتر رئيس شمس الله احمدزی وايي، چي دولت کلف دی چي د کوچنيانو له پاره د يوه خوندي ژوند زمينه برابره کړي:

«کوچنی نسي کولای چي ځان له يوه آفت څخه وژغوري. دولت مکلف دئ چي د هغه د خوندي کولو له پاره هر څه وکړي.»

اوس هم افغان دولت او هم د بشري حقونو کمېسيون په دغه هيواد کي د کوچنيانو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي. هغه کوچنيان چي په بازار کي کار کوي په رواني او جسمي ناروغيو اخته دي. هغنوی له زده کړو څخه بې برخي دي.