1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوکنارو کروندو د تخریبولو تیاری نیول شوی

۱۳۹۰ اسفند ۱۹, جمعه

د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزي وزارت وايي چې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو له پاره ئې پوره تیاری نیولی دئ. د دغه وزارت په خبره د کوکنارو کروندو د تخریب له پاره ئې ولایتونو ته وسایل استولي دي.

https://p.dw.com/p/14IH4
انځور: AP

سږ کال د افغانستان له ۳۴ ولا یتونو څخه په ۱۴ کې ئې کوکنار کرل شوي دي. په دې ډله کې تر نورو ټولو ډير کوکنار په کندهار، هلمند، روزگان او فراه په ولایتونو کې کرل شوي دي.

د مخدره موادو پر وړاندي د مبارزې وزارت ویاند عبدالقیوم سامر، دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته ویلي دي چې د اوړي له رارسیدلو سره به د کوکنارو کروندو د تخریبولو کار پیل شي: «زموږ پلان جوړ شوی دئ. موږ ټول ضروري امکانات او وسایل ولایتونو ته استولي دي او پوره تیاري لرو.»

ښاغلي سامر زیاته کړې ده چې له مخدره توکو سره د مبارزي وزارت هیله لري چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په مرسته به په راتلونکي کال کې د کوکنارو ډیري کروندي له منځه یووړل شي.

د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزي د وزارت په حواله د کوکنارو کروندې به د افغانستان په هغو سیمو کې له منځه یووړل شي چې پکښي د دغه بوټي له پاره یو بل بدیل موجود وي.

د چارواکو په حواله د کوکنارو د بیې لوړوالي ډیر بزگران دې ته لیوال کړي دي چې دغه بوټی وکري او له همدې کبله له مخدره توکو سره د مبازي پر وزارت فشارونه ډیر شوي دي.

د کوکنار د کښت د کچې لوړیدل او پر حکومت فشارونه

د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزي وزیر ضرار احمد مقبل، په وروستیو کې ویلي وو چې د تریاکو د بیې د لوړیدو له کبله په افغانستان کې ډیر شمیر بزگران د دې بوټي کرلو ته لیوال شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۱ کال کې هم په افغانستان کې د تریاکو د کښت کچه ۷ سلنه لوړه شوې وه.

په ۲۰۱۰ کال کې طبیعي افاتو او وچکالۍ په افغانستان کې د تریاکو ډیر حاصلات له منځه یووړل. په دغه کال کې د تریاکو ۵۰ سلنه حاصلات له منځه ولاړل. او له همدي کبله په نړۍ کی د تریاکو بیې ۲۰۰ سلنه لوړي شوې.

ښاغلي سامر ویلي دي چې د افغانستان په گاونډیو هیوادونو کې مخدره توکو ته لوړي تقاضا په دغه هیواد کې د کوکنارو پر ضد مبارزه ستونزمنه کړې ده. د سامر په خبره تر هغو پوري چې د سیمي هیوادونه له افغانستان سره د مخدرو توکو پر وړاندي مبارزي کې مرسته و نه کړي په افغانستان کې د دغه توکي له منځه وړل شونی نه دئ. هغه وایي چې په دې برخه کې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو نیول ډیر اهمیت لري.

حسین سیرت/ مسعود جهش
کتونکی: نسیم صابر