1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کيوبا ولسمشر کسترو بيا راڅرگند شو

۱۳۸۵ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د کيوبا ولسمشر فيدل کسترو د درېو مياشتو راهيسې په لومړي ځل د تلويزيون په پرده راڅرگند شو. د کيوبا دولتي تلويزيون دی له خپل وينيسويليايي سيال هوگو ښاويس سره يو ځای وښوده.

https://p.dw.com/p/DKFY
هوگو ښاويس (ښی لاس) او فيدل کسترو (کيڼ لاس)
هوگو ښاويس (ښی لاس) او فيدل کسترو (کيڼ لاس)انځور: AP
ويل کېږي دغه عکسونه د دوشنبې په ورځ د يوې شخصي ليدنې کتنې په ترڅ کې اخېستل شوي دي. کسترو دا ځل د پخوا په نسبت ځير او تکړه معلومېده. د کولمو د عمليات له امله کسترو نيم کال وړاندې خپل ورور راول ته د کيوبيا د ولسمشرۍ او د سوسيالستي گوند د رياست چارې ورسپارلې وې.