1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کِپ ټاون څخه تر کابله، هغه ښارونه چي د اوبو مشکل لري

۱۳۹۶ بهمن ۱۳, جمعه

ممکنه ده دهمدې کال په اپریل میاشت کي د جنوبي افریقا په ستر ښار«کِپ ټاون» کي د څښاک اوبه کاملأ قطع سي. خو دا یوازي جنوبي افریقا نه ده، چي د وچکالۍ اواوبو له کمبود سره مخامخ ده، بلکه کابل هم .

https://p.dw.com/p/2s0dz
Brasilien Favela Maré Rio de Janeiro
انځور: Getty Images/AFP/V. Almeida

په دغه رپوټ کي د بحران سره مخامخ هغه ښارونه تاسي ته درمعرفي کوو، چي ډیر سخت د څښاک د اوبو د کمبود سره مخامخ دي. په راتلونکي کي ممکنه ده په ملیونونو انسانان د وچکالۍ او څښاک د اوبو د نه درلودلو سره لاس او گریوان سي.

د اوبو کمبود په دې وروستیو وختونو کي د جهان ۴۰ فیصده نفوس متأثره کړئ دی او انتظار کیږي ، چي د مځکي د کرې په گرمیدو سره دغه مشکل نور هم غټ سي. ملگري ملتونه اټکل کوي ، چي تر ۲۰۵۰ م کال پوري به د جهان هر څلورم تن د اوبو د سخت یا دایمي کمبود سره مخامخ سي.

ښارونو، پدې چي د نړۍ نیمايي نفوسو ته یې ځای ورکړی دی، تر ټولو نورو ځایونو  ډیر او ژر د اوبو له کمبود سره مخامخ کیږي. په ښارونو کي د نفوسو ډیریدل د دې سبب سوئ دی ، چي د اوبو رسولو سیسټم سخت تر فشار لاندی راسي. دا هم پداسي حال کي ده، چي له بله طرفه اورښتونه هم لږ سوي دي او د اوبو څخه د غلطي استفادې او بېځایه مصرف درجه لوړه سوې ده.

دلته تاسي کولای سي، هغه ښارونه وپیژنۍ، چي د اوبو د کمبود له بحران سره لاس او گریوان دي:

سائو پائولو

د برازیل په دغه لوی ښار ساو پولو کي شل ملیونه انسانان ژوند کوي. د ملگرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي، چي دغه ښار خپلي ۳۱ فیصده د چښلو اوبه بې ځایه تویوی او یا یې د پایپونو څخه غلأ کوي. د مقایسې په ډول د امريکا په متحده ايالاتو کي دغه ډول غلطه استفاده ۱۶ فیصده ده. سائو پاولو په ۲۰۱۵ م کال ډیره خرابه  وچکالي تجربه کړې وه، چي په تیرو ۸۰ کلونو کي یې سابقه نه درلوده. د ښار اوسیدونکي په ورځ کي فقط ۱۲ ساعته اوبه لري.

لیما

د پیرو په دغه ښار کي د کاله فقط ۷ ملي متره باران اوریږي. انتظار کيږي، چي د کرې په گرمیدو سره د  «اندیز» د غرونو د یخونو طبیعي کنگلونه  ویلي سي، چې په نتیجه کې د اوبو بهیر کمیږي. دغه ښار د «اندیز» په غرونو کې د اوبو د سرچینو د وضیعت د اصلاح لپاره هڅي کوي، په عین وخت کې ښار ته نژدې د تپو په لمنو کې د کوډلو کورونو اوسیدونکي د مختلفو شبکو او وسایلو پواسطه د بحر آرام پر سر پلنې ورځي تبخیر کوي او لاس ته راغلې اوبه د اوبو پایپونو یا لولو ته لیږدوي.

عمان

د اردن پایتخت عمان  د اوبو هیڅ نژدې منابع نلري او تل د وچکالۍ سره مخامخ کیږي. خو ددغه ښار کښته برخي بیا دسختو بارانونو پر وخت تر اوبو لاندي کيږي. د دغه  ښار له اوبو څخه اکثرأ په زراعت او خړوبولو کي استفاده کیږي او د همسایه هیوادونو ، خصوصأ سوریې څخه د مهاجرو هجوم د ښار داوبو پر ذخیرو باندي فشار نور هم لوړکړی دی. اوس دولت د اوبو د تأمین او تهیې پخاطر د سرې بحیرې څخه د اوبو رسولو د یوې نوي شبکې د جوړولو پروژه تر لاس لاندي نیولې ده.

مکیسکو سیټي

په هر باراني فصل کي پر سختو بارانونو سربیره، له خپل ۲۱،۳ ملیونه اوسیدونکو سره دغه لوی ښار بیا هم د مځکي لاندي اوبو پوري تړلئ دی او ډیر وخت کیږي ، چي د مکیسکو سیټي اوسیدونکي د اوبو د کمبود سره لاس اوگریوان دي. هغه یو بند چي پر یوه پخواني جهیل باندي جوړ سوئ دی، د له منځه تلو د خطر سره مخامخ دی. د ځمکې لاندې  اوبو د رایستلو لپاره له واټرپمپونو څخه بې حده ډیره استفاده د دې سبب سوې ده، چي د ځمکې لاندې اوبو سطح نوره ټیټه شی او د ښار ځمکه نور هم کښته کښیني. اوس کوښښ کیږي، چي د اوبو منابع بیرته د نژدو  رودنو اودرو څخه تأمین سي.

ملبورن:

د اسټرلیا د ملبورن ښار اوس هم د زرمي وچکالۍ څخه کړیږي، کوم چي د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۹ مو کلونو تر منځ ورسره مخامخ ؤ. دا یوه د ډیرو خرابو وچکالیو زمانه وه، چي حتی پر پرت، آدلاید او سیدني باندی یې هم اغیزه وکړه. په هغه وخت کي په ملبورن کي د اوبو سرانه مصرف نیمايی ته راورسیدئ، او دمالگي جلأ کولو او اوبو د تصفیې دستگاوي جوړي سوې.

کابل

د افغانستان پایتخت کابل ، چي یو وخت فقط د یوه ملیون انسانانو لپاره جوړ سوئ ؤ، اوس د امریکا د دولت د تخمین پراساس په هغه کي ۴،۶ ملیونه انسانان  ژوند کوي. وچ او بې اورښتونو ژمي او د اوسیدونکو بې حده او غیر معمولي  ډیریدل دغه ښار د اوبو له سخت کمبود سره مخامخ کړئ دئ. هغه څوک چي مالي توان لري، هغه په غیرمنظمه توگه د  ژورو څاگانو  ایستلو ته دوام ورکوی، خو دا کار د دی سبب سوی دی چې د ځمکې لاندې اوبو سطح نور هم کښه ته لاړه سي. 

زموږ له آرشیف څخه انځوریر البوم:(25.12.2017)