1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کډوالو د ستونزو په برخه کې دې له زغم څخه کار واخیستل شي»

سید ریاض (فرانس پرس)۱۳۹۲ مهر ۲۷, شنبه

افغان لیکوال خالد حسیني، د کډوالو د ستونزو په برخه کې د لا زغم څخه د کار اخیستلو خبرې کړې ده. خالد حسیني د «گوډي پران باز» او د «یو زر ځلانده لمر» ناولونو لیکوال دی چې ډیر پیریدونکي یې درلودل.

https://p.dw.com/p/1A2Y3
انځور: picture-alliance/AP

خالد حسیني «او غرونو آزانگې ورکولې» یو نوې کتاب لیکلي دې. د فرانسې خبرې آژانس د دغه کتاب په اړه له نوموړي لیکوال سره هم مرکه کړې ده. هغه په خپله مرکه کې ویلي دي «په لویدیځ کې [د کډوالو په اړه] یو ډول انحصاري ذهنیت موجود دی.» د دغه افغان الاصلیه امریکایي ناول لیکونکي نوی ناول یوه مغلقه کیسه ده، چې له کابل څخه پاریس ته رسیږي او د یونان له یوه ټاپو څخه تر کلیفورنیا پورې.

په ایټالیا کې د دوو کښتیو د ډوبیدو د غمیزي وروسته میلان ته تر سفر کولو وروسته، هغه ویلي دي: «زما په آند، زموږ له پاره دا مهمه ده چې دا خبره له یاده و نه باسو چې دغه خلک انسانان دي.» د ایټالیا لامپېدوسا ټاپو ته څیرمه په دغو غرقو شووو کښتیو کې تر ۳۵۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

حسیني د فرانسې له خبري آژانس سره په مرکه کې وړاندې ویلي دي: «هیڅوک دا نه وایي چې د خپلو هیوادونو دروازې پرانیزئ او ټوله نړۍ دې دغه هیواد ته ورشي او هلته دې ژوند وکړي. کډوالو خپل برخلیک پخپله نه دی غوره کړی، بلکې دغه برخلیک پر هغوی باندې تحمیل شوی دی.»

خالد حسیني چې د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې د ښه نیت سفیر دی، په منظمه توگه خپل جنگ ځپلي هیواد ته سفر کوي. حسیني غوښتي دي چې د هغه نوی کتاب ډیر د افغانستان موضوع ته متمرکز نه وي.

د خالد حسیني د «گوډي پران باز» په نوم کتاب ډیر مشهور شو
د خالد حسیني د «گوډي پران باز» په نوم کتاب ډیر مشهور شوانځور: Berliner Taschenbuch Verlag

دغه کتاب په یوه حیرانونکي ولسي حکایت پیلیږي، چې له مخې یې یو دیو د افغانستان په کلیو کې ماشومان تښتوي. لومړنۍ صحنه په ۱۹۵۰م کلیزه کې په یوه افغان کلي کي پیلیږي او په کلیفورنیا کې پای ته رسیږي، چیرې چې خالد حسیني د مسلکي ډاکټر په توگه ژوند کوي.

دغه کتاب د یوې بې وزله کورنۍ د دوو ماشومانو په کیسه باندې راڅرخي چې په زړه بوږنونکي توگه له خپله کورنۍ څخه بیلیږي او دغه څه د هغوی پر ژوند باندې تر پایه پورې تأثیر پرې باسي.

د کتاب لیکوال وایي چې دغه کتاب یوه «کږه وږه او غیر دودیزه» کیسه ده، چې ډیرو مختلفو کرکټرونو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

حسیني وړاندې ویلي دي: «په افغانستان کې جگړه په دغه کتاب کې کوم څرگند حضور نه لري. دا یوه شخصي کیسه ده چې تر ډیره کچه له انساني هلو ځلو سره تړاو لري.»

هغه یادونه وکړه، هغه کرکترونه چې ده غوښتل رامنځ ته کړي «له اخلاقي لحاضه مبهم دي.»

د نوموړي لیکوال د لومړنيو دوو کتابونو «گوډي پران باز» او «یو زر ځلانده لمر» ۳۸ میلیونه نسخې په ټوله نړۍ کې پلورل شوي دي.

د حسیني دریم کتاب چې د روان کال د مې په میاشت کې په امریکا متحده ایالاتو کې بازار ته راووت درې میلیونه نسخې یې پلورل شوي دي او په پام کې ده چې دغه کتاب نورو څلویښتو ژبو ته هم وژباړل شي.

که څه هم حسیني ویلي دي چې په دغه کتاب کې افغانستان او د هغې راتلونکي ته لږ تمرکز شوی دی، خو په دې ډاډه دې چې خپل د زیږیدو ټاټوبی به هیر نه کړي.