1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو د منلو په برخه کي بايد د المان پل تعقيب سي

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۱۶, چهارشنبه

په برلین کې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (UNHCR) استازی هنس تین فیلد، په دې نظر دی چې آلمان د کډوالو د منلو په برخه کې خپله دنده په ډیره سیمه توگه ترسره کوی. خو هغه د نورو اروپايي هیوادونو د ونډې ستاینه نه کوي.

https://p.dw.com/p/1DRuf
Verhaftung von Flüchtlingen auf dem Rosenheimer Bahnhof
انځور: DW/L. Abebe

دويچه ويله: ایا تاسو د آلمان د کډوالو په یو شمیر مرکزونو کې له هغوی سره ناوړه چلن، هیران نه کړاست؟

فيلد: دا یو ډیر خراب خبر وو. دا یو داسي خبر وو چې سړی یې نه غواړي وواري او یا دا چې د هغه د تکرار شاهد وي. خو هغه څه چې چارواکو په دې اړه ویلي دي ما دې ته هیله من کوي چې دا کار به تکرار نه شي. خو دا چې دغه کار ترسره شوی دی یوه خواشینوونکې خبره ده.

دويچه ويله: ایا تاسو دغه پیښه یوه استثنا بولي که فکر کوي داسي پیښي ډیري رامنځ ته شوي دي؟

فيلد: زه فکر نه کوم چې داسي پېښي دې ډیري رامنځ ته شوي وي. زه فکر کوم چې ستندرد او نیت دا دی چې پناه غوښتونکو او کډوالو ته باید هغه امکانات برابر شي چې هغوی ورته اړتیا لري. نو له دې کبله زه فکر کوم چې دا پېښي یوازي د اشخاصو له خوا رامنځ ته شوي دي او داسي اقدامات هم ترسره شوي دي چې د هغوی د تکرار مخه ونیسي. زه په دې ډاډه یم چې همدا کار به وشي. زه ډاډه یم چې لازم تدابیر به ونیول شي چې دغه پېښي بیا تکرار نه شي.

دويچه ويله: دغه پیښې په داسي مرکزونو کې رامنځ ته شوي دي چې ساتنه یې د خصوصي شرکتونو له خوا کیږي. ستاسو د تجربې له مخي ایا د دولت او خصوصي شرکتونو له خوا د کډوالو په ساتل کیدونکو مرکزونو کې له کډوالو سره متفاوت چلن کیږي؟

فيلد: زه فکر کوم چې اصلي خبره دا ده چې معیارونه او د دندې د ترسره کیدو څرنگوالي باید روښانه وي. که دا کار وشي نو بیا دا موضوع چې د پناه غوښتونکو د مرکز ساتنه دولت او که خصوصي شرکت کوي، کوم توپیر نه رامنځ ته کوي. اساسات باید روښانه وي او د هغوی د ترسره کیدو له پاره باید ضمانتونه موجود وي.

دويچه ويله: آلمان د نورو اروپايي هیوادونو په څیر د کډوالو له یوه داسي موج سره مخامخ دی چې په تیرو شلو کلونو کې ساری نه لري. ایا تاسو فکر کوی چې آلمان دغه شان یوه حالت ته چمتو دی؟

فيلد: دا روښانه خبره ده چې له دې وضعیت سره مخامخیدل د چارواکو له پاره یوه ستونزه ده. خو زه په دې برخه کې هم ډاډه یم چې چارواکي به ورته لاري چارې ومومي. هغه څه چې زه یې اورم یا لولم دا خبره په ډاگه کوي چې د آلمان په بېلا بېلو ایالتونو کې چارواکي دا خبره مني چې د کډوالو موضوع يو چيلينج دی، خو هغوی په عین حال کې ډاډه دي چې دغو چيلينجونو ته د حل لاره موندلای شي. دا موضوع پخوانیو تجربو هم په اثبات رسولې ده. زه د ۱۹۹۰ کلونو په هکله فکر کوم چې په پخوانۍ یوگوسلاویا کې وضعیت خراب شو او آلماني چارواکو او مدني ټولني دا خبره به اثبات ورسوله چې رامنځ ته شوي وضعیت ته یې یو سم ځواب ورکړ.

دويچه ويله: آلمان په اروپا کې تر ټولو ډیر کډوال مني. دې موضوع په دې هیواد کې داسې یو بحث رامنځ ته کړی دی چې آلمان اوس خپله برخه کار ترسره کړی دی او نور اروپايي هیوادونه باید ډیر کډوال ومني. تاسو دغو کسانو ته څه وایئ؟

فيلد: دا خبره واضیح ده چې په اروپا کې لا ډیر یووالي ته اړتیا شته. په اروپايي ټولنه کې له ۲۸ هیوادونو څخه یوازي ۱۰ یې د کډوالو عریضي په ریښتنې توگه مني. آلمان په دې برخه کې ډیر ښه او مثبت نقش لوبولی دی. د بیلگې په توگه آلمان د خپل بشري پروگرام په چوکاټ کې د ۲۰۰۰۰ سوریایي کډوالو په منلو سره موافقه کړې ده. موږ غواړو چې نور اروپايي هیوادونه دغه شان کار وکړي. آلمان همداراز د یوه بل امتحاني پروگرام په ترڅ کې هر کال ۳۰۰ کډوال مني. دا پروگرام اوس په خپل دریم کال کې دی. موږ هیله لرو چې دا پروگرام به وغځیږي. دا د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې د یوه نړیوال پروگرام برخه ده.