1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو د مړینې د مخنیوی له پاره د ایټالیا نوی پلان

مسعود جهش (Reuters, dpa)۱۳۹۲ مهر ۲۲, دوشنبه

ایټالیاوي چارواکوي د مدیترانې په سمندرګي کې د کډوالو د مړینې د مخنیوي په موخه د خپل پوځي ماموریت د پراخولو خبره کړې ده. یوازې په تیرو دوو اونیو کې په دې سمندر کې له ۴۰۰ څخه ډیر کډوال وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/19z8E
انځور: AFP/Getty Images

د ایټالیا حکومت ویلي دي چې پوځ به یې د مدیترانې په سمندرګي کې یو بشري ماموریت په لاره واچوي. دغه اقدام په وروستیو وختونو کې د کډوالو د کښتیو د ډوبیدو له کبله چې غواړي ځانونه په غیرقانوي ډول اروپا ته ورسوي ترسره کیږي. د ایټالیې لومړي وزیر ویلي دي چې دا یوازې یو مؤقتي اقدام دی.

لومړي وزیر اېنریکو لیتا، ویلي دي چې حکومت یې غواړي په دې برخه کې ډیره پانګونه وکړي. هغه زیاته کړې ده: «موږ به د خپلو سمندري او هوایي ځواکونو چې د سیسیل په تنګې کې په ماموریت بوخت دي درې برابره زیات کړو.»

لیتا زیاته کړه چې د دغه ماموریت اصلي موخه د مدیترانې د هغو سیمو امنیت نیول دي چې د هغه په خبره په وروستیو ورځو کې د کډوالو په «هدیره باندې» اوښتی دی.

د ایټالیا د دفاع وزیر ماریو مارو هم ویلي دي چې د لیبیا او نورو عربي هیوادونو د وضعې له خرابیدو سره اروپا ته د کډوالو د راتلو کچه لوړه شوې ده او له همدې کبله یوه پوځي ماموریت ته اړتیا شته چې له دې وضعیت سره مبارزه وکړي.

په مدیترانې کې د کډوالو هدیره

په مدیترانې کې د کډوالو د مړینې د کچې له لوړیدو سره سیمه ییزو دولتي مشرانو هم د دې غوښتنه کړې ده چې په مدیترانې کې د کډوالو د ژغورنې عملیات باید پیل شي. د دغو چارواکو له ډلې څخه یو یې هم د مالتا لومړی وزیر دی چې سواحلي ساتونکې یې د ایټالیا له سرحدي ځواکونو سره د مدیترانې د ساحلونو په ساتلو کې مرسته کوي.

نه د ایټالیا لومړي وزیر او نه هم د دې هیواد د دفاع وزیر په مدیترانه کې د بشري پوځي عملیاتو د پیلیدو نیټه مشخصه کړې ده. خو د دغه هیواد لومړي وزیر پر دې خبره ټینګار کړی دی چې دغه اقدام یوازې مؤقتي دی. له دې سره لومړي وزیر انریکو لیتا، پر دې خبرې باندې ټینګار کړی دی چې ټول اروپايي هیوادونه باید خپل سرحدي ماموریتونه نور هم پراخه کړي.

تمه کیږي چې د اروپايي ټولنې مشران به د اکتوبر په ۲۵ نیټه په خپلې پیلیدونکې غونډه کې د کډوالو د ستونزې پر سر بحثونه وکړي.

د وژل شویو کسانو شمیر د لوړیدو په حال کې دی

یوازې د اکتوبر د میاشتې له پیل راهیسې د مدیترانې په سواحلو کې د کښتیو د ډوبیدو له کبله د وژل شوو کسانو شمیر له ۴۰۰ څخه اوښتی دی. د کښتیو د ډوبیدو ټولې پېښې د ایټالیا د لمپیدوسا ټاپو په ۱۰۰ کیلو مترۍ کې رامنځ ته شوې دي. چارواکي اوس هم په لادرکه شویو کسانو پسې ګرځي او د دې تمه کیږي چې د وژل شویو کسانو شمیر به لا پسې لوړ شي.
د یکشنبې په ورځ هم د ژغورنې ماموریت دوام پیدا کړ او ایټالوي سرحدي ځواکونو په سلهاو غیرقانوني کډوال له سمندر څخه امنو ځایونو ته ورسول.

د اکتوبر په دریمه نیټه د لمپیدوسا ټاپو په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پایله کې لږ تر لږه ۳۵۰ کسان ووژل شول. تر دې پېښې یوازې څو ورځې وروسته بیا همدې ټاپو ته نزدې د کډوالو یوه بله کښتۍ هم ډوبه شوه چې له کبله یې ۳۴ تنه کډوال ووژل شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب