1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو د نوي ناورین څخه ویره

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۳۱, دوشنبه

د «اسلامي دولت» ترهگرې ملېشې د سوریې په شمال کې په چور او چپاول او وژنو باندې لاس پورې کړی دی. د سلو تر زیاتو کلیو کردان له خپلو سیمو شړل شوي دي. ملگري ملتونه او ترکیه د کډوالو د یوه بل ستر ناورین له پاره چمتووالی نیسي.

https://p.dw.com/p/1DGhl
انځور: picture-alliance/AP Photo/Burhan Ozbilici

د کردانو سیاستوالو او قوماندانو پر خپلو جنگیالیو باندې غږ کړی دی چې په سوریه کې د خپل هیواد له خلکو سره د مرستې له پاره بیړه وکړي. مهم ښار عین العرب (په کردي کې کوباني) هم له سقوط سره مخامخ دی. لکه څرنگه چې د سوریې د بشري حقوقو فعالانو د کردي سرچینو له قوله ویلي دي د «اسلامي دولت» ترهگرې ملېشې د نوموړي ښار په څو کیلومترۍ کې دي.

د عین العرب ښار تر اوسه د خپل ځان څخه د دفاع په نوم د ملېشو له لوري ساتل کیده، چې د کردانو کارگر گوند پې کې کې، ته نزدې گڼل کیږي. د تیرې پنجشنبې له ورځې راهیسې د اسلامي دولت، نومې وسله واله ملیشه په دغه سیمه کې د پرمختگ په حال کې ده او د ورکړل شوو رپوټونو له مخې لږ تر لږه یې ۱۰۰ کلي نیولي دي. کډوالو د تاوتریخوالي د سختو ډولونو آن له تنې څخه د سرونو د جدا کولو د پیښو په هکله رپوټونه ورکړي دي.

د جهادیستانو د خونړي رژیم د ویرې له کبله، د ملگرو ملتونو د تازه ارقامو له مخې په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۷۰۰۰۰ کردان له سوریې څخه ترکیې ته تښتیدلي دي. په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره (یو ان اچ سي آر) غواړي چې د کډوالو مخ پر زیاتیدونکي شمیر له کبله له ترکیې سره په خپلو مرستو کې ډیروالی راولي. د شنبې په ورځ په انقرې کې حکومت خبر ورکړ چې د پولې د بېلابېلو لارو شاوخوا ۴۵۰۰۰ کسان ترکیې ته ورغلي دي.

په لومړي سر کې ترکیې له دې څخه ډډه کړې وه چې سوریایي کردانو ته په خپل هیواد کې ځای ورکړي. دا ځکه چې د کډوالو شمیر ته په کتو سره دغه هیواد له ستونزو سره مخامخ دي. کابو درې نیم کاله تر مخه د سوریې د کورنۍ جگړې د پېل راهیسې د اټکلونو له مخې ترکیې ته ۱،۵ میلیون انسانان ورکډه شوي دي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره او ترکي چارواکي اوس د نورو سلونو زرو کډوالو ورتگ ته چمتووالی نیسي. د یو ان اچ سي آر مشر انتونیو گوتیرس، سوریايي کډوالو ته د پنا ورکولو له پاره د نړیوالو هڅو او د سوریې د گاونډیو هیوادونو د ملاتړ له پاره غږ کړی دی.

په عراق کې امریکا متحده ایالات او فرانسه هڅه کوي چې د اسلامي دولت، د ملېشو پر ضد د هوایي بریدونو په واسطه دفاعي جگړه پر مخه بوځي. د شنبې په ورځ د متحده ایالاتو هوايي ځواکونو په مستقیمه توگه د موصل ښار په مرکز کې مورچلې په نخښه کړې. دغه ښار د نوموړې تندلارې اسلامپالې ډلې پوخ سنگر گڼل کیږي.

په سوریه کې له منځلاري اپوزیسیون سره د مرستې هڅه کیږي. خو د سوریې له واکمن بشارالاسد سره په گډه د یوې جبهې د جوړولو خبره لویدیځ رد کړې ده. روسیې په سوریه کې د هوایي بریدونو د تر سره کیدو په هکله خبرداری ورکړی دی او ویلي دي چې دا به له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه وي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ملگرو ملتونو په اوسنۍ غونډه کې د اسلامي دولت، نومې ترهگرې ملېشې پر ضد د مبارزې له پاره د یوه «نړیوال اتحاد» د جوړیدو په هڅه کې دی، چې ایران به پکښې هم یو نقش ولوبوي.