1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو د کمپ په مخکې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ نښته

اژانسونه/ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۱۸, شنبه

د آلمان په زاکسن او براندنبورګ په ایالتونو کې د کډوالو د یو کمپ په مخکې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې شوي دي. دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې حکومت د کډوالو پر کمپونو د حملو د ډیروالي خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/1Gm87
Polizeiwagen
انځور: picture-alliance/dpa
د آلمان په ختیځ دریسدن ښار کې د کډوالو د یو کمپ په مخه کې د مظاهره کوونکو یو کوچنې ډله راټوله شوه او په پولیسو يې تیږې، پټاکی او بوتلونه ګزار کړل.
د « سکسیشې» ورځپاڼي په وینا دې ډلې د بهرنیانو پر ضد شعارونو ورکول او یو شمیر مظاهره کوونکو چې په تورو نقابونو یي مخونه پټ وو د کډوالو یو پوستر چې د یو ښوونځې پر تعمیر نصب وو، څیرې کړ.
د پولیس یو ویاند وویل چې دا لومړې ځل نه دی چې دا تعمیر په نښه کیږي او زیاته یې کړه: «د ثبات د بیا ټینګولو لپاره موږ یو څه وخت ته اړتیا درلودله.»
همدا راز د جمعې په ورځ د برلین په سویل ختیځ کې د کوتبس په نامه د کډوالو پر یو کمپ کې د یوي مظاهرې د شنډولو لپاره اضطراري خدمات راغوښتل شوي وو. پولیسو وویل چې نږدي ۴۰۰ کسانو غوښتل چې د «کډوال ښه راغلاست» ګروپ پر یو محفل حمله وکړي. د «لاوزیتڅر روندشاوو» ورځپاڼي د وینا تر مخې د «نیونازی» ډلې مهم غړي هم د مظاهره کوونکو تر منځ لیدل شوي دي.
«د آلمان لپاره د شرم خبره»
په آلمان کې چارواکو د کال له شروغ څخه تر اوسه په دې هیواد کې د کډوالو پر کمپونو د حملې ۴۹۰ قضیې ثبت کړي، چې د تیر کال د حملو په مقایسه دو برابره ډیروالې ښيي.
«فونک میدیا ګروپ» نومو ورځپاڼو سره په وینا کې د المان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، وویل: «موږ د کډوالو پر ضد د حملو د ډیریدو شاهد یو او دا د «آلمان لپاره د شرم خبره ده.»
دیمیزیر زیاته کړه: «زما په اند د هغو کسانو د شمیر ډیریدل چې له تاوتریخوالي کار اخلي خطرناکه دې او بده وینا، بې احترامی او د کرکې خطونه دا تاوتریښوالې ته لا لمن وهي.»
لږترلږه سږکال تمه کیږی چی ۸۰۰۰۰۰ کډوال په آلمان کې د پناه غوښتنه وکړي. سره له دې چې ډیرې آلمانیان کډوالو ته ښه راغلاست وايي خو داسې نښی نښانې هم شته چې ښیي د آلمان حکومت د کډوالو د لوړ شمیر په اداره کوولو کې پاتې راغلې.
د شپیګل خبري مجلي په یوه رپوټ کې راغلي چې د صدراعظمې مرستیال زیګمار ګبریل او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتانمیر ویلي چې د دې حالت دوام د زغملو وړ نه دی.
هغوې د شپیګل خبري مجلي ته په دې رپوټ کې لیکلي: «موږ په اوږدمهاله کې نه شو کولې هر کال له یو میلیون څخه ډیر کډوال ومنو. د مرستو لپاره آلمانیان د نه پرتله کیدو وړ چمتوالي سره سره بیا هم موږ باید د هغو لارو په لټه شو چې آلمان ته د کډوالو بهیر کمزوری کړای شي»
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب