1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو له پاره د یوې «تعلیقی دورې» د تعینیدو غوښتنه

قاسم نوري (آژانسونه)۱۳۹۴ آذر ۱۲, پنجشنبه

د اروپايي ټولنې د شورا رییس توسک، په خبره باید کډوال نوموړې ټولنې ته تر راتگ وروسته یو نیم کال منتظر پاته سي. د نړیوالو قوانیو له مخې تر دې مودې د ډیر وخت له پاره د کډوالو د منتظر پاتې کیدو اجازه نه شته.

https://p.dw.com/p/1HGPK
انځور: picture-alliance/dpa/A.Belot

د «زود دویچه څایټونگ» په ګډون له نړیوالو رسنیو سره په مرکو کي د اروپايي ټولنې شورا رییس دونالد توسک، د خپل یو کلن کار په مناسبت مراسمو پر مهال د هغو مهاجرو له پاره چي اروپايي ټولنې ته راداخلیږي د ۱۸ میاشتو «تعلیقي دورې» تعینیدلو غوښتنه وکړه.

دغه پخواني پولندي صدراعظم وویل چي په دغه موده کي د کډوالو پیژندل او هویت معلومیدل په ښه ډول کیدای سي. هغه زیاته کړه: «موږ کولای سو او باید کډوال تر هغو پوري په ټاکل شویو کمپونو کې وساتو ترڅو پوري چي د هغوی هویت معلوم سوی وي.» نړیوال او د اروپايي ټولنې قوانین همدومره مدت ته اجازه ورکوي.

د توسک وړانیز د ملگرو ملتونو د سپارښتنې خلاف خبره ده

توسک له خپلې غوښتنې سره د ملګرو ملتونو د سپارښتنې ضد عمل وکړ چی له مخې یې کډوال باید یوازې تر هغو پوري په کمپونو کي پاته سي ترڅو پوري چي بل امکان وجود ونه لري. ایټالیا او یونان هم د دغه ډول کمپونو جوړول ردوي.

توسک په خپلې دې غوښتنې سره د آلمان له صدراعظمې انګلا ميرکل، سره هم په ټکر کي لویدلی دی چي په تکرار سره یې په سخاوتمندانه توگه د کډوالو د منلو خبره کړې ده او ورته د یوه مشخص حد ټاکل نه غواړي. خو توسک پر دې ضرورت باندي هم ټینگار کړی دی چي د شینگن د ساحې دباندنی سرحدونه باید ډاډمن سي.

په دې ډول سره توسک د «دوبلین مقرراتو» د بیرته پلي کیدو غوښتنه هم کړې ده کوم چي میرکل هغه «غیر عادي او منسوخ» بللې ول. د دغو مقرراتو پر اساس به رد سوي پناه غوښتونکې بیرته هغو هیوادونو ته لیږل کیږي په کومو کي چی دوی د اول وار له پاره د اروپايي ټولني پر خاوره قدم ایښی وو.

د کډوالو د راتگ لوړي څپې

توسک همدارنگه ټینگارکړی دی چي د کډوالو څپې باید حتمي ودرول سي: «دغه څپې ډیري لویې دي او باید ودرول سي.» د هغه په خبره «هیڅوک په اروپا کي دې ته تیار نه دي ، چي دومره شمیر کډوال ومني».

د دې پوښتني په ځواب کي چی د مهاجرو کړکیچ په اصل کي تر کنترول لاندې راتلای سي او که نه، توسک په آلماني ژبه د میرکل مشهوره جمله وویله: «موږ پرهغه باندي غالبه کیدلای سو.»

د اروپا په کچه شخړې

سږ کال د مدیترانې او په اصطلاح بالقان له لاري څخه په سلهاوو زره مهاجر اروپا ته راغلي دي .د هغوی اکثریت د افریقايي هیوادونو، سوريې، لیبیا، عراق او افغانستان څخه اروپا ته رسیدلي دي. د اروپايي ټولني شورا رییس توسک، په خبره د هغوی دوه پر دریمه برخه اقتصادي مهاجرين دي.

په همدې حال کی سلواکیې د چهاشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو د پریکړې پر خلاف د اروپا محکمې ته اقامه دعوی وړاندې کړې ده، د کومي پر اساس چي هر هیواد باید یوه معینه فیصدي مهاجر ومني. دغه مقررات د سلواکیې، چک جمهوریت، هنگري او رومانیې پر مقاومت سربیره تصویب سوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب