1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو په برخه کي د اروپايي هيوادونو متفاوت سیاست

کريستوف هاسيلبخ۱۳۹۳ دی ۲۵, پنجشنبه

که له یوې خوا اروپایې هیوادونو د کډوالو له پاره شرایط سخت کړي دي او د کډوالو سیاست په برخه کې سره ویشل شوې دي، له بلې خوا انساني قاچاقبران اروپا ته د انسانانو د لیږد په برخه کې په پرله پسې ډول له نوو میتودونو کار اخلي.

https://p.dw.com/p/1EKx9
انځور: Reuters

په ۲۰۱۴م کال کې تر( ۲۷۶۰۰۰) ډیر انسانان په غیر قانوني توگه اروپا ته راغلي دي. د اروپایې کمیسیون د ارقامو پر بنسټ دا تر هغه د يوه کال دمخه په پرتله نږدې ۱۴۰ فیصده لوړ ډېرښت ښيي. د دغو کډوالو ډیر د مدیترانې له لارې اروپا ته داخلیږي.

د قاچاقبرانو وروستی میتود د دوی د بې رحمانه کاروبار یو ثبوت دی. دوی له کاره لوېدلي او زړه کښتۍ رانیسې او په سونو کډوال پکښې کښینوي. له هر یوه څخه په زرونو يورو اخلي او په پای کې د کښتۍ کپيتان د اتوماتیک سیستم د سویچ تر وهلو وروسته چې کښتۍ د ایټاليا ساحل پر خوا رهبري کوي له کښتۍ څخه تښتي.

لږ موده دمخه د کډوالو لیږدونکي دغه شان دوې کښتۍ «ایزیدین» او«بلو سکای ام» چې په سونو کډوال پکښې سپاره ول، که د ایټاليا د سمندري څارونکو له خوا نه وای ژغورل شوې، نو د ایټاليا ساحل ته نږدې له ډبرو سره تر جنگیدو وروسته به ماتي او په اوبو کې ډوبي شوي وای.

نور نو اغیزمن څار وجود نه لري

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو کمیسار دیمترس ایرامو پاولوس، اروپایې کمېسیون ته د وینا پر مهال د قاچاقبرانو د دغه نوي میتود پر ضد د اروپايي ټولني د یو «قاطع او همږغي چلند» غوښتنه وکړه.

هغه وویل: «اروپا باید فعاله شي. موږ وخت نه لرو چې له لاسه یې ورکړو. په تیره بیا کله چې د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه د کډوالۍ سیاست په برخه کې یوې مشخصي پریکړي ته ورسیږي، بیا نو هر یو غړی هیواد خپله لاره تعقیبوي. کله چې دوی د کډوالو سیاست په برخه کې گډ تصمیم نیسي، نو کوښښ کوي چې په حد اقل لگښت ورته تمام شي.»

کله چې ایټاليا په تیرو کلونو کې د «ماري نوسټروم» په نوم د سمندري ژغورني ماموریت ختم کړ، له اروپا سرحدي آژانس «فرونټکس» سره په هم غږي کې د «تریټون» په نوم د اروپايي اتحادیې ماموریت پیل شو. خو دغه ماموریت د «ماري نوسټروم» ځای نشي نیولای. په ځانگړې توگه د «تریتون» د عملیاتو ساحه ډیره محدوده ده، له همدې امله هغه کښتۍ چې پناغوښتونکي اروپا ته لیږدوي، تر هغه وخته پوري چې په نړيوالو اوبو کې وي، تر یوې اندازې د هغو مخه نه شي نیول کیدای.

ترکیه د پناغوښتونکو پر کښتيو سترگي پټوي

په لیبیا کې د معمر القذافي رژیم تر نسکوریدو وروسته، چې د پناه غوښتونکو تر ټولو مهمه لاره همدغه هیواد تشکیلوي، نور نو عملآ کوم دولتي نظم وجود نه لري. له همدې امله اروپايي ټولنه د خبرو اترو له پاره کومه بله خوا نه لري چې د مدیتراني بحیرې په جنوبي ساحل کې د پناغوښتونکو د حرکت مخه ونیسي.

په اروپایې پارلمان کې د اروپا ولسي گوند د دغي اتحادیې له ټولو غړو غوښتي دي چې لیبیا ته خپله پاملرنه واړوي. دغه گوند ویلي دي چې «له لیبیا څخه باید دویمه سوریه جوړه نه شي.»

په دغه هیواد کې اروپايي اتحادیه باید له خپلو نړیوالو شریکانو سره یوځای د یوه اغیزمن دولت د جوړیدو په برخه کې مرسته وکړي. طبیعي ده چې اروپایې اتحادیه په ترکیه کې د خبرو اترو له پاره يو څه لري. همدارنگه ترکیه غواړي د اروپایې اتحادیې غړيتوب ترلاسه کړي.

سربیره پر دې د پناغوښتونکو لويي او وړې کښتۍ په مستقیم ډول د ترکیې له بندرونو څخه حرکت کوي او د معلوماتو پر بنسټ ترکي ادارې پر دې کار یوه سترگه پټوي. اروپایې اتحادیه تمه لري چې ترکیه دې د دغو سمندري سفرونو په مقابل کې ودريږي، همدې موخې ته د رسیدو له پاره د انقرې له چارو سره په تماس کې وي.