1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دئ

۱۳۹۱ فروردین ۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14ShW

د ملګرو ملتونو په حواله په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په پرمختللو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو شمیره د ۲۰۱۰ کال په پرتله ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیسیون ویلي دي چې د سیاسي پناه له پاره د ورکړل شوو عریضو شمیره ۴۴۰۰۰۰ ته لوړه شوې ده. د کمیسیون له خوا زیاته شوې ده چې د دې زیاتوالي لامل د نورو سربیره په عربي نړۍ کې بدلونه دي.

د ۲۰۱۰ میلادی کال په پرتله په ۲۰۱۱ کال کې له لیبیا څخه کابو پنځه چنده او له تونس څخه کابو نهه چنده زیات پناه غوښتونکي غربي هیوادونو ته راغلي دي. خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تر ټولو زیات کډوال له افغانستان څخه دي. په دویم مقام کې چین او بیا د عراق وګړي راغلي دي.