1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کښتۍ د غرقیدو له امله د لا درکه کسانو لټون دوام لري

۱۳۹۱ تیر ۲, جمعه

د آسترالیا د کریسمس، جزیرې ته څیرمه د یوې بیړۍ د غرقیدو له امله د وژل شوو کسانو د شمیر د لوړیدو اندیښنې په ډیریدو دي. د ژوغورونکو ډلو له خوا تر اوسه یوازې د څو تنو جسدونه موندل شوي دي. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15JaF
انځور: dapd

د راپورونو په حواله په دغه کښتۍ کې چې د آسترالیا په لور روانه وه ،پکښې ۲۰۰ تنه غیر قانوني کډوال سپاره ول، تیره ورځ د کرسمس جزیرې ته څیرمه په اوبو کې غرقه شوې وه. د چارواکو په وینا تر اوسه پورې ۱۰۹ تنه ژغورل شوي دي.

د آسترالیا د کورنیو چارو وزیر، جیسن کلاره د سکایي نیوز سره په خبرو کې ویلي دي چې د نورو ۸۰ تنو د لټون چارې روانې دي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې څرخي الوتکو په اوبو کې ځینې پاتې شوني لیدلې دي. د هغه په وینا ژغورونکو په اوبو کې د نورو څو تنو جسدونه هم موندلي دي.

هغه زیاته کړه چې متأسفانه هغه په اوبو کې د ژوندي پاتي شوو کسانو په هکله راپور نه شي ورکولای. هغه زیاته کړه چې موږ باید د نورو ناوړه خبرونو له پاره ځانونه چمتو کړو، ښایي ډیری کسانو ژوند له لاسه ورکړی وي.

ژغورونکو ډلو، ژوندي پاتي شوي کسان د درملنې له پاره د کریسمس جزیرې ته رسولي دي. دغه جزیره چې د آسترالیا ملکیت دئ د اندونیزیا جاوا ته څیرمه پرته ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې دغه کښتۍ د سريلانکا له لارې د آسترالیا پر لور روانه وه. تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر له ځایي رادیو سره په خبرو کې ویلي ول چې ښایې په کښتۍ کې سپاره کسان زیاتره افغانان وي.

دغه کښتۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کریسمس جزیرې له شمالي خوا څخه د ناورین او سختو څپو سره د مخامخ کیدو په اړه د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

د کریسمس جزیرې مسئول چارواکي د ABC رادیو سره په مرکه کې ویلي دي چې د ژغورل شوو کسانو له ډلې څخه درې تنه په روغتون کې بستري شوي دي او د نورو وضعیت د اندیښنې وړ نه دئ.

شپږ کښتۍ او پنځه څرخي الوتکې د ژغورلو په عملیاتو کې برخه لري. د آسترالیایي چارواکو په وینا دغه عملیات به د شنبې تر ورځې «د ۲۰۱۲م کال د جون د میاشتې ۲۳» پورې دوام ولري.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې پر دغه پیښه باندې خپله ژوره خواشیني څرگنده کړې ده.

د تیر کال د دسمبر په میاشت کې هم یوه کښتۍ چې د اندونیزیا څخه د آسترالیا پر لور روانه وه، غرقه شوې وه. په نوموړې کښتۍ چې ۲۵۰ افغانان او ایرانیان سپاره ول یوازې ۴۷ تنه ئې ژغورل شوي ول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم