1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګډوالو د ایستلو قانون طرح په اړه د اروپايي ټولنې غونډه

ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۱۷, جمعه

د اروپايي ټولنې غړو هیوادنو د کورنیو چارو وزیرانو د یو نوي قانون په اړه خبرې وکړې چې له مخې یې هغه کډوال له اروپا ایستل کیږي چي د پناهندګي شرایط نه پوره کوي.

https://p.dw.com/p/1GlvH
Symbolbild Flüchtlinge Schwimmwesten Ufer Asylpolitik Asyl Flüchtlingskrise Flucht Meer Türkei Griechenland
انځور: Reuters/Yannis Behrakis

د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو استازو د پنجشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کی پر یو ۱۰ ماده يي قانون بحث وکړ. د دې نوي قانون پر بنسټ به هغه کډوال له اروپايي ټولنې وایستل شي چې د پناهدندګي شرایط نه پوره کوي. د دې قانون له مخې به د کډوالو بیرته د هغوی اصلي هیواد ته استولو لپاره د اروپایي اتحادیي غړي هیوادونه همغږي الوتني براروي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د پنجشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې دا طرح تایید کړه او ويي ویل: «موږ کولی شو چې د هغو کسانو لپاره مرسته او ځاې برابر کړو چې محافظت ته اړتیا لري خو دا یوازې هغه وخت امکان لري چه موږ هغه کسان بیرته د هغوې اصلي هیوادونو ته واستوو چې محافظت ته اړتیا نه لري.»

دیمیزیر همدا راز وویل چې هغه د دې طرحې ملاتړ کوي چه له مخې یي د هغو کډوالو چې بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته استول کیږي، له دولتونو سره اقتصادي او پرمختیایي مرستې وشي.

اروپايي ټولنې ته د راتلونکو کډوالو ګراف د اصل هیواد پر بڼه

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې تیریزا مي، په دې اړه وویل: «اروپایي ټولنه باید اقتصادي کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي. د همدی لپاره باید موږ له هغو کسانو سره سخت چلن وکړو چې زموږ د کډوالي سیستمونه نقضوي.»

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې دا وړاندیز وکړ چې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه باید کډوال په مستقیم ډول له اروپا څخه بهر د کډوالو له کمپونو څخه اروپا ته راولي. هغې همدا راز وویل چې هیواد يې هوډ لري چې ۲۰ زره کډوال چې په ترکيي، لبنان او اردن کې د کډوالو په کمپونو کې میشت دي، دې هیواد ته ولیږدي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب