1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گرجستان پخوانۍ ولسمشر ومړ

مسعود جهش (AP, Reuters, AFP)۱۳۹۳ تیر ۱۶, دوشنبه

د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزیر او د گرجستان لومړی ولسمشر ادوارد شواردنازه، په ۸۶ کلنۍ کې ومړ. هغه شاوخوا ۶۰ کاله په نړیوال سیاست کې ښکیل وو.

https://p.dw.com/p/1CWvt
انځور: imago

د دغه سیاستوال مرستیالې مارتینا داویایتاشویلي، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ادوار تر یوې اوږدې ناروغۍ وروسته سا ورکړې ده.

ادوارد شواردنازه، له ۱۹۸۵ کال څخه تر ۱۹۹۰ کاله پورې د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزیر وو. هغه بیا د گرجستان تر آزادۍ وروسته له ۱۹۹۵ کال څخه تر ۲۰۰۳ کاله پورې د گورجستان ولسمشر وو، چې بیا وروسته د گلاب د انقلاب په پایله کې له واکه گوښه شو.

په لویدیځ کې یو قهرمان

د میخایل گرباچوف په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر په توگه داسې انگیرل کیده چې ادوارد شواردنازه، د سړې جگړې په پای ته رسولو کې مهم نقش لوبولی دی. هغه له امریکا متحده ایالاتو سره د وسلو د کمولو پر یوه تړون باندې موافقه وکړه او همداراز یې د برلین د دیوال په ړنگولو کې هم مهم نقش لوبولی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر جیمز بکر په ۲۰۰۰ کال کې د ادوارد شواردنازه، په اړه ویلي وو: «زه ډاډه نه یم چې له هغه پرته دې سړه جگړه پای ته رسیدلې وای. هغه زموږ ټولو ژوند ته بدلون ورکړ [...] دا سړۍ یو قهرمان دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د گرجستان د مشر په توگه د هغه کاري دوره تر یوه حده پورې له نیوکو سره مخامخ ده. د دې سیاستوال مخالفین پر هغه باندې تور لگوي چې د ادارې فساد او جرایمو له کنتروله وتلو ته یې لاره هواره کړې وه.

ادوارد شواردنازه، په ۲۰۰۳ کال کې د پراخو مظاهرو په پایله کې له واکه گوښه شو. تر گوښه کیدو وروسته دغه سیاستوال وبخښل شو او ورته د حکومت له خوا میاشتنۍ پیسې ورکول کیدې. که څه هم دغه سیاستوال ته په آلمان کې د ژوند کولو بلنه ورکړل شوې وه، خو هغه دې ته ترجیح ورکړه چې په خپل هیواد کې پاتې شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب