1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

010908 Abschluss EU-Gipfel

۱۳۸۷ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

اروپايي ټولنه غواړي د خبرو اترو يوه بله مرحله شروع کي، تر څو د ګرجستان په شخړه کي منځګړيتوب وکي.

https://p.dw.com/p/F9BS

په راتلونکي دوشنبه به د اروپايي ټولني د شورا اوسنی رييس نیکولا سرکوزي، د کميسيون مشر خوزې مانويیل باروسواو مشر دیپلوماټ خاوير سولانا مسکو ته ولاړ سي.

خو تر کمه وخته چه روسي پوځونه په ګرجستان کي وي، اروپايي ټولنه به د روسيې سره د ګډي همکارۍاو ملګرتيا د قرارداد په باب معاملې وځنډوي. نیکولا سرکوزي وويل:«اروپايي ټولنه د روسيې سره واقعي ملګرتيا او ګډه همکاري غواړي.خو ددې دپاره چه دغه ملګرتيا رامنځته او دوام پيدا کي، نو اروپايي ټولنه به بيا هم د قفقاز د بحران ډول او حالت د روسيې سره په روابطو کي په نظر کي ونيسي، او دهغه پر اساس به عمل وکي.»

په بلجيم کې د گرجستان په اړوند د غونده
په بلجيم کې د گرجستان په اړوند د غوندهانځور: AP

مګر ددغو خبرو اترو او معاملې ځنډول يوازنۍ هغه د فشار آله ده، چه اروپايي ټولنه يې د روسيې په مقابل کي په اوس وخت کښي لري. خو د بروکسل غونډه د بحران د کميدو د نښانې په حالت کي جوړه سوه، او د اروپايي ټولني ډير دولتي او حکومتي مشران، د هغې جملې څخه د اروپا د پارلمان رييس ددغه بحران رامنځته کول د ګرجستان په اشتباګانو کښی هم بولي ، او وايي چه اوس هم هغه د اروپا د براعظم دپاره کم خطر ندی رامنځته کړی.

د بروکسل دغونډي د پريکړو پر اساس روسيه د جدي عواقبو سره نده مخامخ، او هغه څه چه د اروپايي ټولني مشر ډيپلومات ګرجانو ته وعده ورکړې ده، په حقيقت کي دونه ډير څه ندي، لکه څنګه چه يې هيله کيده.